د لاسرسي ځای

په پاکستان کې د انساني حقونو کمیشن وايي، په قبایلي سیمو کې د بدامنۍ له کبله په تېره یوه لسیزه کې په سلګونه قبایلي مشران وژل شوي دي.

په پاکستان کې د انساني حقونو کمیشن وايي، په قبایلي سیمو کې د بدامنۍ له کبله په تېره یوه لسیزه کې په سلګونه قبایلي مشران وژل شوي دي.


په خېبر پښتونخوا کې د یاد کمیشن مشر شیر محمد خان دوژل شویو مشرانو د شمېرو او د هغوی د وژنې ممکنه وجوهاتو په باب وايي، هر هغه پښتون مشر وژل کېږي چې په خپله خاوره کې امن غواړي.

[زموږ د مالوماتو له مخې یوازې په وزیرستان کې څه باندې ۱۲۰۰ قبایلي مشران وژل شوي. دا راز په مجموعي توګه له ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ پورې قبایلي مشران وژل شوي دي. دا هغه مشران دي چې غواړي په خپله خاوره د خپلو پښتني دودونو او روایاتو مطابق په امن او سکون کې وخت تېر کړي، په نښه کېږي. او افسوس دا دی چې د دوی هېچا څه تپوس او پوښتنه ونکړه.]

نوموړې زیاتوي، د پاکستان دننه او بهر د انساني حقونو ادارې د قبایلي مشرانو د وژنو په اړه اندېښنې څرګندوي او دا نظر لري چې د دې له وجې به دغه سیمې لا نورې د بدامنۍ پر لور ولاړې شي.

دا په دې داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د وزیرستان یو قبایلي مشر ملک قادرخان چې ورته چیف آف وزیر ویل کیدو، نامالومه وسله والو وژلی دی. د نوموړي په باب یو ځايي مشر علي وزیر مشال راډیو ته وویل،

[دا د وزیرو، مسودو او داوړو مشر وو. دا یو مشر نه دی چې داسې وژل کېږي، په سلګونو نور یې هم وژلي دي. د قادر خان په وجه یوازې موږ ته نه بلکې ټولې قبایلي سیمې ته زیان رسیدلی دی. خو دا خبره ده چې اوس به قبایلي په دې پوهه شي چې د مشرانو په وژنه دوي څومرهله لوی تاوان سره مخامخېږي]

په داسې حال کې چې تر دې دمه په سلګونو قبایلي مشران وژل شوي له یوه قبایلي مشر ملک عطاءالله مو پوښتلي، دې حالاتو ته څنګه ګوري؟

[دوی له قبایلو ګډې، بزې جوړوي. له مشرانو یې خلاصوي، چې ورته وايي، جلوزو ته ځۍ، نو ځي به او چې ورته وايي، بیرته راشئ نو راځي به. د مه خاوند، د مه کوه او د ولې خاوند به یې پاتې نشي. مشران به ترې ختم شي، بې موره بې پلاره قبایل به پاتې شي. که چا بره لېږل او که ښکته. که چا وژل او که چا یې کور سوځولو، څوک به یې تپوس نه وي. که چا نیولو او که چا جرم کاوه نو د جرګې مرکې به یې څوک پاتې نشي]

نوموړي زیاته کړه چې د قبایلي مشرانو او جرګو د نشتوالي له کبله یو تشه پیدا کیږي چې درېیم قوت یې د ډکولو هڅې کوي.

نو پوښتنه دا ده چې د دې تشې مخه به څنګه نیول کېږي؟ په اسلام آباد کې د قبایلي سیمو د څیړنیز مرکز مشر ډاکټر اشرف علي وايي، قبایلي مشران او د پښتنو دودیزه جرګې له یو بل سره لازم و ملزوم دي. او باید د جرګو مرکو دود ژوندی وساتل شي. د ده په خبره د دوی د یوې سروې مطابق ۷۳ فیصده قبایلي ولس اوس هم خپلې مسلې د جرګو له لارې هوارولو په حق کې دي. نوموړی زیاتوي.

[د جرګو د بحالۍ لپاره مؤثره طریقه دا ده چې په قبایلي سیمه کې د ځايي حکومتونو نظام عملي کړې شي. زموږه تازه څیړنه ښيي چې که ځايي منتخب حکومتونو ته د جرګو جوړولو اختیار ورکړل شي نو دا به ډیره ګټه وره وي. ځکه چې ځايي خلک د پولیټیکل انتظامیې د چارواکو په نسبت په مقامي مسلو ډیر ښه پوهیږي. نو زه به دا ووایم چې ددې په نتیجه کې به جرګه یو وار بیا فعاله شي او د مشرانو خلا به هم په ښه توګه ډکه شي]

څیړونکي په دې خبره متفق دي چې حکومت ته پکار ده، د قبایلي مشرانو دوژنې مخنیوي لپاره په فوري توګه ګامونه پورته کړي او د قبایلي سیمو د بحالۍ په لړ کې د نوي دور له تقاضو سره سم سیاسي او انتظامي اصلاحات راولي چې دا راز د قبایلي ولس مسایل د انتظامي چارواکو نه بلکې د قبایلي مشرانو او منتخب شويو استازو له لارې حل کړل شي.
XS
SM
MD
LG