د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بدخشان ناورین ځپلو سره د نړۍوالو خواخوږي او مرستې


د امریکا ولسمشر براک اوباما په بدخشان کې د ځمکښویېدو په پېښه کې د مالي او ځاني زیانونو له کبله له ولسمشر حامدکرزي سره خپله خواخوږي وښودله.

د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ کې له طبیعي ناورینه ځپلو کورونیو سره د نړۍ ځینو هېوادونو او موسسو خپله خواخوږي او همکاري ښودلې ده.


د امریکا ولسمشر براک اوباما په بدخشان کې د ځمکښویېدو په پېښه کې د مالي او ځاني زیانونو له کبله له ولسمشر حامدکرزي سره خپله خواخوږي وښودله.

د افغانستان جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر وايي، ولسمشر اوباما بېګا شپه په ټلیفوني خبرو کې ولسمشر کرزي ته وویل چې؛ متحده ایالات امریکا د دې پېښې له مصیبت ځپلو سره هر ډول همکارۍ او مرستې ته چمتو دی.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د دې پېښې له مصیبت ځپلو سره د مرستو امر کړی چې؛ خواړه، څښنګ اوبه، خیمې او د اړتیا وړ نور شیان په کې دي.

اذربایجان هم افغانستان ته بشري مرستې واستولې؛ د اذربایجان د ملکي دفاعي ځواکونو قوماندان الهام عبدالله یوف په کابل کې وویل چې؛ دا مرستې به له هوايي لارې له باکو څخه کابل ته ورسېږي.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسس د یکشنبې ورځې په مراسمو کې په واتیکان کې د دې ناورین قربانیانو ته دعا وکړه:

"موږ هغو خلکو ته دعا کوو چې؛ د افغانستان په یو کلي کې د ځمکې د ښویېدو له کبله مړه شول. لویه خدایه چې د هر یو په نوم پوهېږي دوی ټول په خپل رحمت کې شامل کړه او پاتې کسانو ته یې قدرت ورکړه چې؛ د هغو کسانو په ملاتړ چې له دوی سره غمشریکي کوي؛ ژوند ته دوام ورکړي."

د مهاجرت نړۍوال سازمان IOM یوه ویاند مټ ګرېډن وویل چې؛ دوی به سیمې ته د لمریز څراغونو، بړستنو او کوچنيو استوګنځيو مرستې ورسوي. نوموړي سیمې ته له سفر وروسته وویل چې؛ ځینې مصیبت ځپلي نورو کلیو ته د خپلو خپلوانو کورونو ته تللي دي؛ خو ځینې بې اسرې پاتې دي.

د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ په آب باریک او شاوخوا کلیو کې د ځمکښویېدو پېښې سلګونه کسان ووژل او لږترلږه اوه سوه کورنۍ یې له خپلو کورونو وتلو ته اړ اېستلې دي.

د ملګروملتونو بشري مرستو برابرولو اداره وایي؛ د مصیبت ځپلو کورنیو شمېر ښايي شاوخوا زر تنو ته ورسېږي، او درې سوه کورونه خو ګړدسره له مینځه تللي دي.

پرون د مرستو کاروانونه سیمې ته ورسېدل. خیمې، خوراکي توکي، بېړني صحي خدمات او له هغو ماشومانو سره مرستې چې کورنۍ یې له مینځه تللي دي؛ په داسې حال کې استول شوي چې؛ د سیمې اوسېدونکو له وېرې یوه بله شپه هم بهر تېره کړه.

بلخوا ملګري ملتونه وايي، د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د ځمکښويېدو په پېښه کې شا و خوا ٥٠٠ کسان وژل شوي او په زرګونو کسان لادرکه دي.

تر دې مخکې د بدخشان چارواکو د مړو شمېر تر دوه نيم زرو زيات ښوولى وه.

د بدخشان والي مرستيال ګل محمد بيدار وايي، له خاورو د خلکو اېستلو لپاره عمليات ودرول شول، ځکه په دې دره کې د کیندلو لپاره د غټې مشینرۍ وړلو امکانات نشته.

د قدرتي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي په سيمه کې د ځمکښويېدنې خطر لا هم شته.

XS
SM
MD
LG