د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د فټ بال نړیوالې لوبې ترسره کیږي


د افغانستان او پاکستان د فټ بال د لوبډلو ترمنځ د ۲۰۱۳ م کال د اګست په میاشت کې په کابل کې ترسره شوې دوستانه لوبه
د افغانستان او پاکستان د فټ بال د لوبډلو ترمنځ د ۲۰۱۳ م کال د اګست په میاشت کې په کابل کې ترسره شوې دوستانه لوبه
د فاټا ( قبایلي سیمو ) د اولمپیک اداره په پېښور کې د فټ بال یو نړیوال ټورنمنټ ترسره کول غواړي او په دې لړ کې یې خپلې تیاریانې پیل کړي دي.

د نوموړې ادارې لخوا په خپره شوې یوه خبر پاڼه کې ویل شوي چې دا ټورنمنټ به د مئي د میاشتې د دولسم تاریخ نه پیلیږي او دالوبې به د پېښور په قیوم لوبغالي ( سټیډیوم ) کې ترسره کیږي.

د خبر پاڼې د معلوماتو له مخې په دې ټورنمنټ کې د افغانستان، نیپال ، بنګله دیش او د پاکستان د فټ بال ټیمونه برخه اخلي. د قبایلي سیمو نه هم یو شمیر ټیمونه په دغو لوبو کې برخه اخلي.

قبایلي لوبغاړي ددغو لوبو په ترسره کیدو خوښي ښکاره کوي. سیف الله چې د فاټآ د ټیم لوبغاړی دی، مشال راډیو ته یې وویل :

(( موږ ډیر خوشاله یو ، چې د نړیوالو لوبغاړو سره به مقابله وکړو. هیله من یو چې د نړیوالو ټیمونو په وړاندې ښه لوبه ترسره کړو. ))

د مبین په نوم یو بل لوبغاړی چې د خیبر ایجنسۍ اوسیدونکی دی وايي، له تیرو څو میاشتو راهیسې یې تمرینونه پیل کړي دي او تمه لري چې د نړیوالو پام به ځان ته واړوي.


لوبغاړي وايي ، خلک د نړیوالو لوبغاړو سره د مقابلې لپاره بهرنیو هیوادونو ته سفر کوي، خو دوی خوشاله دي چې په پېښور کې ورته دا موقع برابریږي. د فاټا د اولمپیک اداره وايي دې لوبو سره به په نړۍ کې د قبایلو نوم وځلیږي.
XS
SM
MD
LG