د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: په سوله او امنيت کې د ښځو کردار


د افغانستان په ختيځ کې د افغان ښځو شبکې په نامه ټولنې په سوله او امنيت کې د ښځو د کردار تر عنوان لاندې د شنبې په ورځ يوه مشورتي غونډه رابللې وه چې کارپوهان به په کې خپل نظريات وړاندې کوي.

د افغانستان په ختيځ کې د افغان ښځو شبکې په نامه ټولنې په سوله او امنيت کې د ښځو د کردار تر عنوان لاندې د شنبې په ورځ يوه مشورتي غونډه رابللې وه چې کارپوهان به په کې خپل نظريات وړاندې کوي.


دغه غونډه چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت او د افغان ښځو شبکې په ګډه جوړه کړې وه، د ننګرهار په يو شمير دولتي چارواکو او مدني ټولنو پر استازو سربيره ورته له کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو څخه هم کارپوهان وربلل شوي وو.

په دې اړه په ختيځ کې د افغان ښځو د شبکې د ساحوي دفتر مسوول خان اقا غرمل خبريالانو ته وويل:

« دا غونډه به زموږ دوه ورځې دوام کوي او په دې کې به نظريات راټولوي چې څنګه کولای شوو چې د ښځو په وړاندې اسانتیاوې راولي او د سولې او امنيت په برخه کې له دوی سره کمک ورکړي. او هغه غوره نظریات چې کوم د تطبیق وړ وي، هغه راواخلي، دا مواد به موږ راټولوو بيا به يې مرکز سره شريکوو، او هغوی به پرې انشاالله تصميم نيسي.»


د ننګرهار د ښځو چارو رياست کې د فرهنګي چارو مسووله تورپيکۍ وايي چې که دوی ته زمينه برابره شي، دوی حاظرې دي چې د دولت له مخالفينو سره نيغه په نيغه خبرې وکړي.

« که داسې زمينه موږ ته برابره شي، نو زموږ د ننګرهار ښځې په ډیرې سرلوړۍ سره کولای شي چې لاړ شي له هغوی سره کيني او هغوی په دې وپوهوي چې دا افغانستان زموږ ګډ کور دی، مه پريږدئ چې زموږه ميندې بورې شي، زموږ ځوانان له منځه لاړ شي، او نور خطرناک عواقب منځته راشي. زه د يوې کشرې خور په صفت هغو ورونو ته چې دوی د مخالفينو په صف کې ولاړ دي، د پښتنو د دود په حساب موږ ورته ځولۍ غوړوو چې دوی راشي او د خپلو ورونو، خپلو زامنو او خپلو خويندو سره يو ځای ژوند وکړي.»

د ننګرهار ولايتي شورا غړې انګيزه شينواري بيا وايي چې په غونډو او سيمينارونو سوله نه شي راتلای، په کار ده چې د سولې لپاره عملي ګامونه واخيستل شي.

« دغسې غونډې او سيمينارونو چې د تيرو ديارلسو کلونو راهيسې تر سره کيږي او تر اوسه پورې ادامه لري او دا نن پروګرام هم يو له هغو نه دی. نو زه سل په سلو کې دا ويلی شم او په دې کې ما سره ټول افغانان موافق دي چې د سولې په راوستو باندې هيڅ کومه اغيزه نه لري.»

د افغانستان په ختيځ کې د بشر د حقونو د خپلواک کميسيون مشره صابرينه حميدي وايي چې که د سولې په اړه د نظرياتو له راټولو وروسته تعقيبي او نظارتي ناستې دوام ومومي، نو امکان دې ولري چې سوله تامين شي.

« موږ باید له نظرياتو نه عملي نتیجه ولرو او دا بايد تعقيبي ناستې ولري، نور نظرياتي ناستې دوی بايد ولري چې کومې ناستې وشوې، کوم نظرونه راټول شول، څومره دغو نظرياتو عملي جنبه واخيسته او دغې عملي جنبې په ټولنې څومره مثبت تاثيرات واچول.»

د افغان ښځو د شبکې چارواکي وايي چې دغه دوه ورځينۍ غونډه يې د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا د ۱۳۲۵ پريکړه ليک په اساس جوړه کړې چې په هغې کې د ښځو د امنيت خوندي ساتل او د هغوی په سیاسي اوټولنيزو حقوقو ته لاسرسی په کې شامل دی.
XS
SM
MD
LG