د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ډیره اسماعیل خان کې ګیس ۹ کسان وژلي


د خيبر پښتونخوا په ډيره اسماعيل خان کې د چارواکو په خبره د زهرجن ګيس د اخراج له امله نهه کسان مړه شوي او يوشمېر بې هوښه شوي دي.


د مشال ريډيو خبريال وايي پېښه د ډيره اسماعيل خان ښار څخه لرې د تحصیل لرونکې نالې پریوته پلونګ سيمه کې د جمعې پر ورځ وروسته له هغې رامنځ ته شوه کله چې يوه جينۍ نالې ته پريوته او د هغې د بچ کولو لپاره د جينۍ پلار مور او بيا نورو کسانو دغه نالې ته ورټوپ کړل، په ناله کې د زهرجن ګېس له کبله د دغه کسانو ساه بنده شوه او مړه شول.

له رسنيو سره په خبرو کې ځايي چارواکو ويلي دي چې يادې نالې ته د بورې (چیني) له یوې کارخانې څخه د کيميکلو او زهر جن ګېس ګنده اوبه ورځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG