د لاسرسي ځای

تازه خبر

بدخشان: د مځکښویدنې ځپل شوو ته د مرستو رسېدل پیل شوي


د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ خلک په مړو پسې ګرځي
د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ خلک په مړو پسې ګرځي

د افغانستان چارواکي وایي، دا ویره شته چې د هیواد د بدخشان ولایت په یوه کلي کې د غونډۍ د ښویدو له کبله په سلګونه کسان مړه شوي وي.

پراګ: که څه هم لا تراوسه د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د غره د ښویدنې په پېښه کې د رسېدلي ځاني زیان په اړه کره مالومات نه دي ورکړل شوي خو چارواکي وايي چې د ژعورنې عملیات او مرستې رسول پیل شو دي.

د قدرتي افتونو د انتظام د ادارې د عملیاتو د څانګې مشر احمد نافع مشال راډیو ته وویل د دوی د مالوماتو له مخې څه باندې ۱۲۰ کورونه تر خاورو لاندې شوي دي.

احمد نافع وویل چې له کابله یو لوړ پوړی حکومتي پلاوی هم سیمې ته ورغلی دی او شل میلیونه افغانۍ یې هم له ځپل شویو سره د مرستې لپاره ور وړې دي.

دا له هغه وروسته ده چې د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د تیزو بارانونو له کبله د جمعې په ورځ یوه خاورینه غونډۍ وښویده او د اب باریک په نامه کلی ترې لاندې شو.

د بدخشان والي شاه ولي الله ادیب وایي، ً د غونډۍ له ښویدو وروسته تر ۲۰۰۰ ډیر کسان ورک شوي ديً.

په بدخسان کې د ښویدلې غونډۍ له کبله وران شوي کورونه
په بدخسان کې د ښویدلې غونډۍ له کبله وران شوي کورونه
​د بدخشان د والي ویاند احمد نوین فروتن مشال راډیو ته وویل چې په دې کلي کې شاوخوا زرو کورنیو ژوند کاوی.

احمد نوین فروتن د ژغورنې د چارو په اړه وویل ، ً له نژدې کلیو څخه د سیمې خلکو، له مصیبت ځپلو سره مرستې ته ودانګل او هم داسې د قدرتي افتونو د انتظام ادارې له نورو ادارو سره یو ځای بولډوزرونه او موټرونه په کار اچولي دي ، خټې او خاورې پاکويً.

د بدخشان والي شاه ولي الله ادیب وایي زیاته کړې چې دوی د ژغورنې لپاره کافي وسایل نه لري او تر ټولو زیات ماشینونونو ته اړتیا لري.

ولسمشر باراک اوباما او د وزیراعظمه انګیلا میرکل
ولسمشر باراک اوباما او د وزیراعظمه انګیلا میرکل
د امریکا ولسمشر باراک اوباما د جمعې په ورځ د جرمني له وزیراعظمې انګیلا میرکل سره په واشنګټن کې په ګډه خبري غونډې کې وویل چې ً د امریکا د خلکو په استازیتوب زموږ ذهن او فکر د افغانستان له خلکو سره دی چې دا مهال له دغې بدي غمیزې سره مخامخ ديً.

ولسمشر باراک اوباما زیاته کړه چې ً امریکا په یوه سخته لسیزه کې د افغانستان د خلکو په څنګ کې ودرېده او اوس د دې ناورین پرمهال هم له خپلو افغان دوستانو سره مرستې ته چمتو یو. که څه هم چې زموږ جګړه په دغه هېواد کې د ختمېدو په حال کې ده خو د افغانستان او د دې هېواد د خلکو پروړاندې زموږ ژمنه دوام لريً.
XS
SM
MD
LG