د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د اسامه بن لادن موجودګي


د نيويارک ټايمز خبريالې کارلوټاګال په دا ورستيو کې په خپل چاپ شوي کتاب کې ليکلي چې په پاکستان کې د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن د موجودګۍ په اړه آی اېس آی مالومات درلودل

د نيويارک ټايمز خبريالې کارلوټاګال په دا ورستيو کې په خپل چاپ شوي کتاب کې ليکلي چې په پاکستان کې د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن د موجودګۍ په اړه آی اېس آی مالومات درلودل خو د نيو امېريکا فاونډېشن د نړيوال امنيت د پروګرام مشر او د فارن پاليسې مجلې د سوهېلي آسيا مدير پيټر برګن بيا وايي چې هغه په دې قانع شوی چې په پاکستان کې د اسامه په اړه حکومت، پوځ يا استخباراتي ادارې خبرې نه وې.


فارن پاليسي مجله ليکي، د نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبريالې کارلوټا ګال په دا وروستيو کې په افغانستان او پاکستان کې د امريکا د شتون په اړه کتاب ليکلې چې نوم يې دی، ((غلط دښمن: له ۲۰۰۱م کال څخه تر ۲۰۱۴م کال پورې امريکا په افغانستان کې)).

نوموړې په دې کتاب کې ليکلي چې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اېس آی مشر لېفټيننټ جنرل احمد شجاع پاشا د پاکستان په اېبټ آباد ښار کې د اسامه بن لادن په موجودګۍ خبر و او آی اېس آی د القاعده د مشر لپاره يو ځانګړې څانګه ګمارلې وه. بل لورې ته بيا د امريکا د يو څېړنيزې ادارې ((نيو امېريکا فاونډېشن)) د نړيوال امنيت د پروګرام مشر او د فارن پاليسې مجلې د سوهېلي آسيا مدير پيټر برګن په دې نظر دی چې هغه په دې قانع شوی چې په پاکستان کې د اسامه په اړه د حکومت، پوځ يا استخباراتي ادارو لخوا د مالوماتو لرلو شواهد نشته. برګن هم په پاکستان کې د اسامه د وژلو په اړه کتاب ليکلی و. دغه دواړو خبريالانو د نيو اېمريکا فاونډېشن په دفتر کې په دې اړه له يو بل سره بحث وکړی.


د فارن پاليسي مجلې په ليکنه کې راغلي چې پيټر برګن له کارلوټاګال څخه پوښتنه وکړه چې هغه په دې اړه شکمن دی چې د هغه پاکستاني چارواکي نوم يې ولي په کتاب کې نه دی ليکلی چې هغې ته يې دا مالومات ورکړي دي چې د آی اېس آی مشر په اسامه بن لادن خبر و. ګال په ځواب کې وايي چې د مالومات ورکوونکي چارواکي د ژوند خوندې ساتلو په خاطر نشي کولای چې د هغه نوم افشا کړي. نوموړې زياتوي چې تر دغه چارواکي پورې د رسېدو لپاره له هغې سره يو پاکستاني خبريال مرسته وکړه او نشي کولای چې د هغه نوم هم واخلي ځکه د هغه ژوند په خطر کې کېدلای شي ځکه وار د مخه لا يو شمېر خبريالان د آی اېس آی لخوا وژل شوي دي.

پيټر برګن وروسته يو پوښتنه راپورته کوي چې کله پر جنرل پروېز مشرف وسله وال بريد وشو نو هغه وخت د آی اېس آی مشر جنرل اشفاق پروېز کياني و او دوی په دې وتوانېدل چې د القاعده يو مهم غړی ابو فراج ال لېبي د دې بريد د ذمه وار په توګه ونيسي، حال دا چې هغه له اسامه سره په تماس کې و. نو که چيرې آی اېس آی په اسامه خبر و نو بيا يې ولي هغه هم د ال لېبي په څېر نه نيوی؟ ګارلوټاګال په ځواب کې وايي چې تر جدي پلټنو وروسته دوی ال ليبي ونيوی او مشرف په خپل کتاب کې هم ليکلي دي چې د ال لېبي د نيولو لپاره امنيتي ځواکونو په اېبټ آباد کې پر کور چاپه ووهل نو آی اېس آی کولای شوای چې نور کورونه هم وپلټي ځکه آی اېس آی ډېره تېزه اداره ده او دا يې په وس پوره وه چې اسامه ونيسي. په دې بحث کې پيټر برګن او کارلوټاګال پر يو شمېر نورو تړلو موضوعاتو هم له يو سره د خيلاتو ادلون بدلون کړی دی.
XS
SM
MD
LG