د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان بدخشان کې غونډۍ ښویېدلې، ۴۰۰ کسه مړه


له افغانستانه راپورونه وايي، چې د بدخشان ولايت په ارګو ولسوالۍ کې د ځمکې ښويېدو پېښې شا و خوا ٤٠٠ کسان ووژل

له افغانستانه راپورونه وايي، چې د بدخشان ولايت په ارګو ولسوالۍ کې د غره ښويېدو پېښې شا و خوا ٤٠٠ کسان ووژل .


د بدخشان والي مرستيال ډاکټر ګل محمد بيدار مشال راډيو ته وويل، چې د ارګو ولسوالۍ په اب باريک سيمه کې يوه غونډۍ پر يوه کلي ښویېدلې چې تر ٤٠٠ زيات کسان یې وژلي دي.

بيدار زياته کړه، دغه پېښه نن (جمعه) يوولس بجې شوې ده. دى زياتوي چې شا و خوا ٣٠٠ نورې کورنۍ چې تر شديد خطر لاندې وو، د افغان امنيتي ځواکونو له خوا خوندي سيمو ته لېږدول شوې شوي دي.

وړاندې راپورونه ول چې ښايي د ځمکې ښويېدو په دې پېښه د ارګو ولسوالۍ د اب خشک په نامه يو کلى ټول له منځه تللی وي.

تر دې مخکې د افغانستان په څو شمالي ولايتونو کې سېلاوونو په لسګونو کسان وژلي.
XS
SM
MD
LG