د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د شانګلې بجلۍ اسلام اباد ته رڼا ورکوي'


شانګله لاریون: د شانګلې ولس خپله بجلي غواړي.
شانګله لاریون: د شانګلې ولس خپله بجلي غواړي.

د خېبر پښتونخوا شانګلې سيمې ولس په یوه احتجاجي لاریون کې غوښتنه کړې چې په خپل ځايي بند (ډېم) کې پېدا کېدونکې بجلۍ دې ورکړل شي.

د خېبر پښتونخوا شانګلې سيمې ولس په یوه احتجاجي لاریون کې غوښتنه کړې چې په خپل ځايي بند (ډېم) کې پېدا کېدونکې بجلۍ دې ورکړل شي.


د شانګلې لويه قامي جرګې د زيارت په ورځ په ټوله ضلعه کې هر ډول کاروباري ځايونه تړلي ول او لويه احتجاجي مظاهره يې وکړه.

د قامي جرګې وياند ګل داد له مشال راډيو سره په خپلو خبرو کې وویل، چې دې شانګلې ضلعې پر خان خوړ درې لوی بندونه تړل شوي چې پکې نژدې ۷۲ مېګا واټه بجلۍ جوړوي. کله چې دغه ډېمونه جوړېدل نو د ځايي خلکو کرهڼیزه ځمکې، د اوبه خور نظام، ژرندې او د استوګنې کورونه تر بندونو لاندې راغلل.
شانګلېوالو په مظاهره کې غوښتنه وکړه چې د دوی په بندونو کې بیداکېدونکې بجلۍ دې ورکړل شي
شانګلېوالو په مظاهره کې غوښتنه وکړه چې د دوی په بندونو کې بیداکېدونکې بجلۍ دې ورکړل شي
حکومت له ځايي خلکو سره دا خبره کړې وه چې د ځمکو قیمت به ادا کوي او په ارزانه بیه به دوی ته بجلۍ هم ورکوي.

دغه اعلان پروسږ کال د پاکستان وفاقي حکومت د بجلۍ او ابو وزير راجه پرويز اشرف کال په ۲۰۱۱م کال له دوی سره کړی وو. خو تر دې دمه هغه ټولې ژمنې نه دي پوره شوې. ځکه خو یې په احتجاج راوتلي دي. دوی زياته کړه چې د بجلۍ له دغه ډېمونو د پاکستان سرښار اسلام اباد ته بجلۍ ورکول کيږې. او د سیمې په لکونه خلک له بجلۍ محرومه دي چې له کبله له سختو مشکلاتو سره مخامخ دي. دوی غوښتنه لري چې زر تر زره دې بجلي ورکړل شي ګنې تر اسلام اباده به خپل لاریون وغځوي.

یوه ځايي خبريال عرفان الله خان مشال راډيو ته وویل، چې په دغه سيمه کې وخت په وخت د قامي جرګې ولس احتجاج کوي او د پاکستان او چين ترمينځ غځېدلی سړک قرارقرم هم اکثره د احتجاج په توګه بند وي. د ده په خبره تېره ورځ د شانګلې ضلعې زياتره سيمې چې پکې د بشام لوی ښارګوټی هم شامل دی. هلته کاروباري مرکزونو تړلي ول او د ټرانسپورټ پر تګ راتګ بندیز وو.


د پاکستان وزير اعظم مشير امير مقام مشال راديو ته وویل، چې د شانګلې د ولس غوښتنې پر ځای دي او دوی په دې اړه له بجلۍ ورکونکې ادارې واپډا سره تماس نيولی دی او ځايي خلکو ته د بجلۍ ورکولو لپاره کار روان دی. هغه زياته کړه چې په مقامي توګه د جرګې خلکو سره يوه لوظنامه وکړل شوه چې په يو مياشت کې دننه به دغه ټولې مسلې حل کړل شي.

یاده دې وي چې د شانګلې ضلعې د دغه برېښنا پیداکولو ډېمونو پروژه په ۲۰۰۱م کال پېل شوې او په ۲۰۱۱م کال بشپړه شوې ده چې نژدې ۷۲ مېګا واټه بجلۍ پیدا کوي.
شانګله لاریون: د شانګلې ولس خپله بجلي غواړي. ښارګوټي تړل شوي دي
شانګله لاریون: د شانګلې ولس خپله بجلي غواړي. ښارګوټي تړل شوي دي
























شانګله کې د بجلۍ لپاره هړتال
شانګله کې د بجلۍ لپاره هړتال
XS
SM
MD
LG