د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټول شمالي وزیرستان قبایلي مشر ملک قادر خان ووژل شو


په قبایلي سیمو کې ملکان او مشران اکثر وخت د خلکو د ستونزو هوارولو لپاره جرګې مرکې کوي.
په قبایلي سیمو کې ملکان او مشران اکثر وخت د خلکو د ستونزو هوارولو لپاره جرګې مرکې کوي.

میرامشا - د ټول وزیرستان قبایلي مشر ((چیف اف وزیرستان یا د وزیرستان مشر)) ملک قادر خان سره د خپل ساتونکي او ډرېور د وسله والو په حمله کې وژل شوی دی.


دولتي چارواکي وايي، پېښه تېر ماښام د میرامشا په ختیځ کې د چشمې له پله سره نېږدې شوې ده.

د سیمې یوه مشر علي وزیر تر پېښې وروسته مشال راډيو ته وویل، د ملک قادر خان له وژنې سره خلک پوهېږي چې د پښتنو مشران ولې وژل کېږي.

ده وویل، ملک قادر خان د یوازې د ۶۰۰۰۰ وزیرو مشر نه وو بلکې د داوړو، بېټنیو او مسودو مشر هم وو.

د چیف اف وزیرستان ملک قادر خان ساتونکی د ده تره زوی وو او ګل اسلم نومېده. د ده ډرېور ګلاب خان د لکي مروت اوسېدونکی وو.


چارواکي وايي، کله چې وسله وال په دوو ګاډو کې د ملک قادر خان ګاډي ته نېږدې ورغلل او حمله یې وکړه نو د نوموړي ساتونکي ځوابي ډزې وکړې.

په ډزو کې یو وسله وال چې نېک محمد نومېږي، ووژل شو او دوه ژوبل شول.

د ملک قادر خان کورنۍ وايي، له هېچا سره یې دښمني نه وه.

نوموړی په وزیرستان کې باتجربه کار مشر ګڼل کېده.

ملک قادر خان د ملک خاندان زوی وو او پلار یې هم د شمالي او جنوبي وزیرستان دواړو قبایلي مشر وو.

د ده د وژنې پړه لا چا نه ده منلې.

دا لومړی ځل نه دی چې په قبایلي سیمو کې ملکان او مشران وژل کېږي. تر دې مخکې هم په سلګونه قبایلي مشران د وسله والو په بریدونو کې وژل کېږي.

کله کله د دې مشرانو د وژنې پړه وسله وال طالبان مني خو کله کله یې د وژنې پړه هېڅ نه منل کېږي.
XS
SM
MD
LG