د لاسرسي ځای

جنګ اصلاً د پوځ او طالبانو دی، له یو بل سره دې خبرې وکړي: پروفیسر ابراهیم


پېښور - د جماعت اسلامي یوه مشر پروفیسر ابراهیم ویلي دي، اصلي جنګ د پاکستاني پوځ او د طالبانو تر منځ دی او د سولې عمل تر هغې نشي بریالی کېدای چې دوی دواړه مستقیمې خبرې ونکړي.


نوموړي د پنجشنبې ورځ د پېښور په نښتر هال کې د قبایلي امن جرګې غونډې ته د وینا پر وخت وویل، تر هغو چې د پوځ دریځ یې نه وي مالوم کړی په خبرو کې پرمختګ نشي کولای.

غونډې ته د وینا پر وخت د طالبانو مذاکراتي کمېټۍ له خوا مولانا سمیع الحق وویل، که دی د سولې بهیر په پرمختګ کې بریالی نه شو نو کمېټي به پرېږدي.

که څه هم د پاکستان پوځ لا د پروفیسر ابراهیم د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو له طالبانو سره د خبرو د پیل پر وخت د پوځ د کور کمانډرانو په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د پاکستان پوځ به د سولې بهیر ملاتړ کوي خو پخپله به په خبرو کې برخه نه اخلي.

د غونډې په اعلامیه کې له پاکستاني پوځ، حکومت او طالبانو غوښتنه وشوه چې په قبایلي سیمو کې دې د خبرو له لارې سوله راولي.

په غونډه کې د قبایلي سیمو شاوخوا ۱۰۰۰ مشرانو ګډون کړی وو.
XS
SM
MD
LG