د لاسرسي ځای

"د ښکلي سوات پر زرخېزه ځمکه د پوځي چاوڼۍ مخه ونیسئ"


په ليکنه کې په هېواد کې د چاپېريال ساتنې او زراعت پر پوهانو او همداراز پر پاليسي جوړونکو تنانو غږ شوی چې په سوات کې د پوځي چاوڼو جوړولو حکومتي وړانديز چيلنج کړي.

د ايکسپريۍ ټرېبيون په ليکنه کې راغلي، د خيبر پښتونخوا د سوات سيمه، چې د خپل فطري ښايست لپاره شهرت لري، په دې وروستيو کې د ترهګرۍ د پېښو ښکار شوه.


هم سوات وو چې پکې موجود د ګندهارا تهذيب اثارو او د دې سيمې د رنګينه او زړه راښکونکي فولکلور ليدو ته به د نړۍ له ګوټ ګوټه سېلانيان ورتلل.

د ليکنې تر مخه، دا مهال د سوات د خلکو د ژوند دارومدار تر ډېره پر زراعت دی، چې له ۷۵ فېصده زيات يې په کليو کې اوسيږي.

د سيمې هغه زميندار، چې خپلې زمکې نه لري، ګوجر ورته ويل کيږي او په روايتي توګه د غواوو او مېښو ساتلو لپاره مشهور دي.

د کرکيلې او څاروي پالنې په چارو کې د سوات ښځې هم يو مهم رول لوبوي، چې د ليکنې تر مخه، د دوی دغه کار له پامه غورځول کيږي.

ليکنه زياتوي، د سوات پر شاوخوا صفر اعشاريه يو ملين هيکټره زمکه فصلونه کرل کيږي، چې د دې زمکې تقريباً پنځوس فيصده يې باراني ده.

ليکنه کاږي، د سوات خاوره د بېلا بېلو فصلونو، لکه غنم جوار او وريژو پيدا کولو لپاره مشهوره ده. دغه راز موسمي او بې موسمه سبزۍ هم پکې کرل کيږي.

سوات د بېلا بېلو مېوو د باغونو لپاره هم شهرت لري، چې د ځايي مارکېټونو سوداګرو، کارخانه دارو او د نړيوالو کمپنيو ايجنټانو په سيمه کې خپلې شبکې جوړې کړي او د هرې يوې ميوې په موسم کې ميلويونونه روپۍ ګټي.
د سوات ګبين هم د خپلې ځانګړې ذايقې له برکته په درسته نړۍ کې خلک خوښوي.

دغه راز د سوات د سيند اوبه دي چې د ملک ميدانې زمکې خړوبوي.

ليکنه زياتوي، په سوات کې د دې يو شمېر، خو محدودو نعمتونو موجوديت ته په کتو، د سيمې د زمکې د مناسب استعمال لپاره بايد منصوبه بندي وشي.

په ليکنه کې وېره ښودل شوې چې که د سوات د کبل، خوازه خېلې او بريکوټ پر ښېرازو زمکو د پاکستاني پوځ چاوڼۍ جوړې شي، نو د سيمې پر زراعتي حاصلاتو او همداراز د اوسېدونکو به يې پر ژوند بدې اغېزې وشي.

په ليکنه کې په هېواد کې د چاپېريال ساتنې او زراعت پر پوهانو او همداراز پر پاليسي جوړونکو تنانو غږ شوی چې په سوات کې د پوځي چاوڼو جوړولو حکومتي وړانديز چيلنج کړي.
XS
SM
MD
LG