د لاسرسي ځای

تازه خبر

مدرسې د تحریک طالبان پاکستان لپاره د کلنګ راغونډولو مرکزونه


د پاکستان انګريزي ورځپاڼه ډان د حکومتي سرچينو له خولې وايي، په اسلام اباد کې ځينې مدرسې د کلنګ او سړي تېښتولو په بدل کې د پيسو اخیستلو کې د تحريک طالبان مرسته کوي.

د پاکستان انګريزي ورځپاڼه ډان د حکومتي سرچينو له خولې وايي، په اسلام اباد کې ځينې مدرسې د کلنګ او سړي تېښتولو په بدل کې د پيسو اخیستلو کې د تحريک طالبان مرسته کوي.


د پاکستان ډاڼ ورځپاڼې دا ځانګړی رپورټ د جاسوسي او پوځي سرچينو د ورکړل شوو مالوماتو په بنياد جوړ کړی دی.

دغو چارواکو ډان ورځپاڼې ته ويلي چې د اسلام اباد مدرسې د تحريک طالبان او د تښتول شوو کسانو د کورنيو ترمينځ په معامله کولو کې مرسته کوي.

د دوی په خبره کله چې سودا وشي نو هم دغه مدرسې بيا د کلنګ او سړي تښتولو په بدل کې ترلاسه شوې پيسې هغو مالومو سيمو ته ور رسوي چيرې چې د تحريک طالبان غړي په اسانۍ ورسېدلای شي.

جاسوسي چارواکو ورځپاڼې ته ويلي چې د کلنګ او سړي تښتولو په بدل کې د پيسو غوښتلو په اړه چې څومره ټيلیفونونه شوي د هغو د جاج اخیستو وروسته مالومه شوې چې زياتره تيليفونونه له ميران شاه څخه شوي دي.

په دې اړه دغه چارواکي د يوه ريټايرډ جنرل ډاکټر محمود الحسن مثال ورکوي چې د دوی په وينا په دوه زره ديارلسم کال کې د لطيف په نوم يو کس ټيلیفون ورته کړی وو چې د پنځه کروړه روپيو غوښتنه يې ځيني کړې وه.

د دوی په خبره لطيف د تحريک طالبان د وژل شوي مشرحکيم االله مسود وروسته د دې تنظيم دویم لوی قومندان دی.

د ډان په خبره له دې ټيليفون وروسته په اسلام اباد کې د مدرسې يو منتظم د مينځګړې رول و لوبولۍاو د طالبانو او جنرل ډاکټر محمود الحسن ترمنځ معامله په يوکروړ روپۍ خلاصه کړه.

خو چارواکي وايې، له دې يوه مياشت وروسته د اشفاق په نوم يو کس بيا جنرل ډاکټر محمود الحسن ته ټيلي فون وکړی او په لس ورځو کې يې د پنځه کروړو روپيو ورکولو غوښتنه وکړه.

چارواکی زياتوي له دې وروسته جنرال ته يو بل کس ټيليفون وکړی او ځان يې د طالبانو يو مشر ياد کړی او ورته يې په درې ورځو کې د پيسو بندبست کولو غوښتنه وکړه.

د چارواکي په وينا هم هغه کس چې له مخه يې د دوی ترمنځ سودا کړې وه دا ځل يې هم د دوی ترمیځ معامله وکړه.

دغو چارواکو ډان ورځپاڼي ته ويلي، د تحريک طالبان پاکستان لپاره په زوره د پيسو په ترلاسه کولو د مدرسو کردار تصديق شوی دی او د دوی پر ضد یې د کاروايي وړانديز شوی دی.

چارواکي وايي، د دوی رپورټ وايي، چې د سودا کولو وروسته دغه پيسه په هم دغو مدرسو کې تر هغو پورې پرتې وې چې تر څو هغه قبايلي سيمو ته نه وي وړل شوې.

د دوی په خبره هغه کسان چې تښتول شوي هغه قبايلي سيمو ته تر وړل کيدو له مخه په دغو مدرسو کې ساتل شوي دي.

ډان ورځپاڼه وايې، د جاسوسي ادارې اسپيشل برانچ او د پنډۍ پوليسو تيره مياشت يو رپورټ جوړ کړی وو چې پکې ويل شوي وو چې په اسلام آباد او پنډی کې داسي شل مدرسې دي چې تحريک طالبان پاکستان يې د ترهګرو حملو لپاره د مرکز په توګه استعمالوي.
XS
SM
MD
LG