د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (له هنرمند اصیل نهال سره خبرې)


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په نننۍ خپرونه کې په پېښور کې له افغان هنرمند اصیل نهال سره خبرې کوو. دی هارمونیم یا باجه جوړوي او خرڅوي یې.

نهال وايي، د باجې جوړولو هنر یې له خپل پلاره زده کړی وو او د ده پلار له خپل پلاره دا هنر زده کړی دی. نهال وايي، د ده نیکه په هند کې د باجې د جوړولو او هغې ته د سر ورکولو هنر زده کړی وو.

د ده په خبره، په افغانستان کې چې د طالبانو واکمني شوه نو دوی پېښور ته ولاړل او له هغه وخت راهیسې دوی خپل کاروبار پېښور ته انتقال کړی دی.

نهال وايي، د پښتو موسیقي شاوخوا هر هنرمند د خپلې باجې په سر کې کولو لپاره دوی ته ورځي او له دوی هارمونیمونه اخلي.

له نهال سره نورې خبرې سره د نغمو او سندرو په خپرونه کې واورئ.

د سندرو امېل خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
د سندرو امېل، له هارون باچا سره
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:21:44 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG