د لاسرسي ځای

تازه خبر

مشعل: افغان ماشومان په پاکستان کې ځانمرګو حملو ته هڅول کیږي


د ښاغلي مشعل په خبره یو شمېر کسان چې دوی تر ځانمرګو بریدونو مخکې نیولي، په پوښتنو ګروږنو کې منلي، چې د پاکستان په ځینو دیني مدرسو کې روزل شوي

د افغانستان ملي امنیت ریاست وایي، چې د پاکستان په لسګونه دیني مدرسو کې افغان ماشومان ځانمرګو بریدونو ته هڅول کېږي.


د دې ریاست ویاند لطف الله مشعل د چهارشنبې په ورځ د کابل په پوهنتون کې یوې غونډې ته وویل، چې په افغانستان کې اتیا فیصده ځانمرګو بریدونه د ماشومانو له خوا ترسره کیږي.


د افغانستان ملي امنیت ریاست ویاند لطف الله مشعل
د افغانستان ملي امنیت ریاست ویاند لطف الله مشعل
د ښاغلي مشعل په خبره یو شمېر کسانو چې دوی تر ځانمرګو بریدونو مخکې نیولي، په پوښتنو ګروږنو کې منلي، چې د پاکستان په ځینو دیني مدرسو کې روزل شوي:

"هغوی ته نه وايي چې تاسو وژل کیږﺉ بلکې ورته وایي چې تاسو ژغورل کیږئ.

له ډیرو سره چې موږ خبرې کړي یعنې چې نیول شوي وایي، چې نه پوهیدل چې دوی به په ځانمرګو بریدونو کې وژل کیږي بلکې دوی ته ویل شوي چې هغه بټنه ووهئ جنت ته ځئ.

بله ډله هغه کسان دي چې هغوی نه غواړي چې ځانمرګو بریدونه وکړي او نه هم پوهیږي بلکې ورته ویل کیږي چې هلته ولاړشئ او بیا یې یو بل کس پر ټاکلي ځای د ریموټ کنټرول په مرسته والوځوي."

د ملي امنیت د ریاست ویاند وایي، چې دا ماشومان چې ځانمرګو بریدونو ته هڅول کیږي له افغانستانه د پاکستان ځینو دیني مدرسو ته د دیني زده کړو لپاره ځي.

ده وویل، چې له شلو تر اویا دیني مدرسې په پاکستان کې شته چې ماشومان ځانمرګو بریدونو ته هڅوي.

افغانستان حکومت تردې وړاندې هم په بیا بیا ویلي، چې په پاکستان کې ګڼې دیني مدرسې افغان ماشومان او تنکي ځوانان د دیني زده کړو پرځای افراطیت او د افغان حکومت پر ضد وسله والې جګړې ته هڅوي.

په همدې حال کې د ملي امنیت د ریاست ویاند لطف الله مشعل وایي، چې د پاکستان په دیني مدرسو کې د دې فعالیتونو مخنيوي لپاره د ملګرو ملتونو سازمان هم باید لازم اقدامات وکړي:

"موږ هیله لرو چې ملګرو ملتونه په تیره د امنیت شورا چې موږ باوروي اسناد هم ورکړي په هغو مدرسو او ځایونو فشار واچوي چې دا ناسم کارونه کوي.

دا کار چې دوی یې کوي هم د اسلام، شرعیت او هم د بشري حقونو خلاف عمل دی."

په همدې حال کې د افغانستان د لویې څارنوالۍ مرستیال نورجلال په دې غونډه کې وویل چې میندې، پلرونه، کورنۍ، سپین ږیري او دیني علما دا مسوولیت لري چې په ځانمرګو بریدونو کې له ماشومانو د کار اخیستنې مخه ونیسي.

پاکستان ډیر کله دا رد کړې، چې ګنې په ګڼو دیني مدرسو کې یې ځوانانو ته افراطیت او د افغان حکومت پرضد روزنه ورکول کیږي.

دغه راز طالبانو هم تردې وړاندې ویلي، چې هېڅکله یې له ماشومانونه په ځانمرګو بریدونو کې استفاده نه ده کړې.
XS
SM
MD
LG