د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د څلور کسانو مړي موندل شوي


د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ۴ کسانو مړي موندل شوي دي. پولیس چارواکي وايي، مړي یې د ښار په مېمن ګوټ سیمه کې موندلي دي. دوی زیاتوي چې څلور واړه کسان په ډزو وژل شوي دي.

د ژغورنې ادارې ویاند انور کاظمي مشال ریډیو ته وویل، چې وژل شوي کسان د کراچۍ جناح هسپتال ته رسول شوي دی، د هغه په وینا تر اوسه د وژل شویو کسانو پیژندګلوي نه ده شوې.

یاده دې وي په کراچۍ کې په دې ورستیو کې د مړو موندنې لړۍ تېزه شوې ده، تراوسه په دغو مړو کې د ځینو سیاسي او مذهبي ګوندونو د غړو ترڅنګ د ورک کړل شویو بلوڅانو مړي هم موندل شوي دي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG