د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې ۱۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې


چارواکي وايي، په غزني کې د طالب وسله والو او سيمه‌ييزو پوليس تر منځ نښته پيل شوې چې تر اوسه دوام لري.

چارواکي وايي، په غزني کې د طالب وسله والو او سيمه‌ييزو پوليس تر منځ نښته پيل شوې چې تر اوسه دوام لري. په دغه نښته کې تر اوسه پورې يوولسو تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. نښته د غزني په ګېرو ولسوالۍ کې روانه ده.

چارواکي وايي، نښته نن چارشنبه پر سهار د ګېرو ولسوالۍ په شېله سيمه کې د سيمه‌ييزو پوليسو او طالب وسله والو تر منځ پيل شوې ده چې د غرمې تر يوولس بجو پورې يې لا هم دوام درلود.

د چارواکيو په خبره، تر اوسه پورې په نښته کې اووه تنه وسله وال وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

د ګېرو ولسوال الله داد خيرخواه وايي، چې په دغه نښته کې د دوی غاړې ته کومه مرګ ژوبله نه در وراوښتې.

دی وايي، د اندړو او ګېرو ولسواليو تر منځ سړک پخېږي او وسله وال هڅه کوي چې په دغسې نښتو د دغه سړک د پخولو چارې کاواکه کړي، خو وايي، دوی ډاډه دي چې که په دغه برخه کې هر وسله وال سر پورته کړ، له پښو به يې وغورځوي.

"د سهار له نهو بجو راهيسې جنګ پيل شوی دی چې تر اوسه (د غرمې يوه بجه) لا هم روان دی. تر اوسه پورې په دغه جګړه کې اووه تنه وسله وال وژل شوي دي چې د دريو جسدونه يې موږ راوړي دي او څلور نور ټپيان دي. زموږ خوا ته په جګړه کوم ځاني زيان نه دی رسېدلی."


په ګېرو کې تېره ورځ هم د سيمه‌ييزو پوليسو او طالب وسله والو تر منځ نښته شوې وه، چې پکې درې تنه وسله وال وژل شوي او دوه نور ژوبل وو.

په پرونۍ نښته کې پر باغ د راکټ د مرمۍ د راپرېوتو له امله يو ديارلس کلن ماشوم هم وژل شوی وو.

ګېرو د غزني له ناامنيو ولسواليو څخه ده چې هر کال پکې د هوا له تودېدو سره د جګړې ډګر هم تودېږدي او نښتې پکې زور اخلي.
XS
SM
MD
LG