د لاسرسي ځای

هندي انتخابات: د نرېندر مودي او سونیا ګاندي په ګډون نور مشران په میدان کې


نن (د اپرېل پر ۳۰مه) په اووه هندي ایالتونو او د وفاق تر واک لاندې په سیمو کې د رایې اچونې عمل د هند پر وخت د سهار پر اووه بجې (د پېښور شپږ نیمې – د کابل شپږ بجې) پیل شو چې د مازیګر تر شپږو بجو به روان وي.

نن (د اپرېل پر ۳۰مه) په اووه هندي ایالتونو او د وفاق تر واک لاندې په سیمو کې د رایې اچونې عمل د هند پر وخت د سهار پر اووه بجې (د پېښور شپږ نیمې – د کابل شپږ بجې) پیل شو چې د مازیګر تر شپږو بجو به روان وي.


نن د ګرمۍ له وجې له سهاره زیاتو خلکو په ګجرات، بېهار، اتر پردېش، غربي بنګال، پنجاب، اندر پردېش او جمو او کشمیر کې د رایې ورکونې مراکزو ته ورتګ پیل کړ. د ګجرات د ټولو ۲۶ څوکیو لپاره نن ووټونه اچول کېږي. په دې ایالت کې د بړودا له حلقې د هند وزیراعظمۍ نوماند او د بارتیا جنتا ګوند نرېندر مودي هم انتخاباتو ته ولاړ دی.

مودي له دوو حلقو په انتخاب کې برخه اخلي. دویمه حلقه د هندوانو تر ټولو سپېڅلی ښار بنارس دی چې پکې به د مې پر ۱۲مې انتخابات کېږي. د ګجرات ایالت له ګاندي نګر انتخاباتي حلقې د بارتیا جنتا ګوند پخوانی مشر اېل کې اېډواني هم انتخاباتو ته ولاړ دی.

له اتر پردېشه د هندي پارلېمان ۱۴ څوکیو لپاره د ووټونو اچولو عمل روان دی. له دې یوه د رایې برېلي حلقه ده چې پکې د کانګرس مشره سونیا ګاندي انتخاباتو ته ولاړه ده او له لکنوو د بارتیا جنتا ګوند مشر راج نات سېنګ په انتخاباتي سیالي کې برخه اخلي.

د پنجاب له امرتسره د اپوزیشن یو مشر ارون جیټلي د نوماند په توګه، د خپل ژوند په لومړنیو ټاکنو کې برخه اخلي او ټاکل شوې ده چې هلته به یې د کانګرس له پخواني اعلا وزیر امرېندر سېنګ سره سخته مقابله وشي.

که بارتیا جنتا ګوند په انتخاباتو کې بریا ترلاسه کوي او جیټلي هم خپله څوکۍ ګټي نو نرېندر مودي ښايي ورته په حکومت کې مهمه دنده وسپاري ځکه چې دواړه نېږدې ملګري دي.

د هند تر واک لاندې د کشمیر له سري نګره پخوانی اعلا وزیر فاروق عبدالله د ټاکنو د ګټلو هڅه کوي. څو ورځې مخکې عبدالله په یوه بیان کې مودي ته په اشاره وویلي ول چې که په هند کې فرقه ییز حکومت جوړېږي نو کشمیر ورسره یو ځای نشي پاتې کېدای. د عبدالله پر دې خبرې نیوکې شوې وې.

بارتیا جنتا هندوپاله ګوند دی او د فاروق عبدالله او نرېندر مودي ترمنځ تاوده بحثونه او لفظي شخړې د انتخاباتو د بهیر پر مهال هم روانې دي.

تر اووم پړاو وروسته به په هند کې د انتخاباتو دوه نورې مرحلې پاتې شي. د اتم پړاو لپاره به د مې پر اوومه او د نهم پړاو لپاره به د مې پر ۱۲مه رایې اچول کېږي.

د مې پر ۱۶مه نېټه به رایې شمارل کېږي او پر هم هغې ورځ به پایلې اعلانېږي. په هند کې شاوخوا ۸۱۵ میلیونه خلک د رایې ورکولو وړتیا لري او هندي پارلېماني انتخابات د نړۍ تر ټولو لویې ټاکنې دي.
XS
SM
MD
LG