د لاسرسي ځای

د خوست امنه قوماندانۍ چارواکي وايي، چې د پولیسو له خوا په څلورو لاریو کې بار پنځوس ټنه کرومایټ چې له هېواده بهر قاچاق کېدل، د یاد ولایت د سپیرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې له شپږو تنو مظنونیو سره یو ځای نیول شوې ده.

د خوست امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي، چې پولیسو په څلورو لاریو کې بار پنځوس ټنه کرومایټ چې له هېواده بهر قاچاقېدل، د ولایت سپیرې ولسوالۍ په څنډو کې له شپږو تنو قاچاقبرانو سره یو ځای نیول شوي دي.


همدارنګه پولیسو د خوست په دوو بیلابیلو ولسوالیو کې یوه اندازه چرس او هېروین هم له یوې سیمې بلې سیمې ته د لېږدولو پر مهال نیولي دي.

د سېشنبې پر ورځ د خوست امنیه قوماندانۍ امنیتي مرستیال سمونوال محمد یعقوب بریمن له جنايي جرمونو سره د مبارزې ادارې په انګړ کې له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې پولیسو په تېرو دریو ورځو کې یوه اندازه چرس، درې کیلو هیروین چې ډېره زیاته بیه لري او همدارنګه د سپیرې ولسوالۍ په څنډو کې په څلورو لاریو کې بار پنځوس ټنه کرومیټ چې له هېواده بهر په پټه قاچاقېدل نیول شوي.

محمدیعقوب بریمن وړاندې وویل، چې د علیشیرو په سیمه کې يې هم د هیروینو سره یو ځای یو تن د دې موادو د قاچاقولو په تور نیولی، چې د کشفي ارګانونو له خوا ورڅخه پوښتنې ګرويږنې روانې دي:

د مخدره توکو پر ضد ادارې مشر میرناګل تڼیوال مشال راډیو سره په خبرو کې د پولیسو له خوا د دیوه اندازې هیرونیو نیول کېدل یوه ستره لاسته راوړنه وبلله او زیاته يې کړه، چې هیروین په نشه يي توکو کې هغه خطرناک مواد دي، چې ډېره لږه اندازه يې هم په سلګونو کسان په نشو روږدي کولای شي.

هغه زیاته کړه هیروین ډېر کله د منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې غربي اروپا او امریکا ته قاچاقېږي:

((د نیول شویو هېروینو قیمت په نړیوال بازار کې یو کیلو نږدې پنځوس زره ډالرو ته رسیږي، دا معمولاً د منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې غربي اروپا، امریکا او بیا نورو هېوادونو ته په ډېر مهارت سره لېږدول کېږي، دا کار بار د مافیا عادي ډلې نه کوي، بلکې دا یوه سازمان شوې مافیايي ډله ده، چې له هغوی څخه مو دا مواد نیولي دي.))

د یادونې وړ ده د خوست کشفي او امنیتي ارګانونه توانیدلي په دې وروستیو کې د ناقانونه موادو د پېر، پلور او قاچاقولو د ډیریو قضیو مخه ونیسي.
XS
SM
MD
LG