د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغاستان کې د شویو پرمختګونو خوندیتوب


په افغانستان کې د جوړ شوو سړکونو ميلانه څه د پاسه شپږ ويشت زره ده، د موبايل ټيلي فون کارونکو شمېر اوولس اشاريه پنځه دی، د سکولونو تعداد تر څوارلس زره زيات دی چې پکې شاوخوا اتيا لکهه ماشومان زدکړې کوي.


د امريکا وال سټريټ ژورنال پخپله مقاله کې د دې جاج اخلي چې څنګه په افغانستان کې شوی پرمختګ خوندي کيدلی شي.


ورځپاڼه وايې له دوه زره يو کال راهيسي افغانستان د ژوند په ډيرو برخو کې پرمختګ کړی دی.

په دې هيواد کې د جوړ شوو سړکونو ميلانه څه د پاسه شپږ ويشت زره ده، د موبايل ټيلي فون کارونکو شمېر اوولس اشاريه پنځه دی، د سکولونو تعداد تر څوارلس زره زيات دی چې پکې شاوخوا اتيا لکهه ماشومان زدکړې کوي.

ورځپاڼه وايې، د اپرېل په پنځمه د ولسمشری ټاکنو د افغانستان پر پرمختګ يو ډول د تصديق مهر و لګولی دی.

له دې وروسته ورځپاڼه ليکي، د حيرانۍ خبره دا ده چې په افغا نستان کې کاميابه انتخاباتو وايټ هاوس د عسکر و شمېر کمولو ته هڅولی شي چې داسې و انګېري، ګواکې افغانستان نورو مرستو ته ضرورت نلري.

خو ورځپاڼه وايې، دا خبره تر اوسه شوي ټول پرمختګونه له خطر سره مخامخوي او د افغانستان راتلونکی د عراق غوندې کيدلی شي.

د مقالې په وينا په اخبارونو کې راغلي رپورټونه وايي چې باراک اوباما په افغانستان کې د پنځه زره عسکرو د ساتلو فيصله کړې ده سربيره پر دې چې د ناټو قومندان جنرال جوی ډنفورډ د لس زره عسکرو خواست کړی دی.

د ورځپاڼي په خبره که و کتل شي نو دغه لس زره عسکر هم کم دي ځکه مځکنۍ حقيقت دا دی چې هلته بايد له شل څخه تر دېرش زره پورې عسکر پاته شي.
XS
SM
MD
LG