د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې خبریالي د سر په بییه کېږي


په پاکستان کې پر خبریال حامید میر د برید ضد د خبریالانو لاریون
په پاکستان کې پر خبریال حامید میر د برید ضد د خبریالانو لاریون

د حامد میر له حملې وروستو د خبریالانو او استخباراتي ادارو تر منځ کړکېچ په داسې وخت زیات شوی، چې خبریالان د وسلوالو ډلو لخوا هم له دړکو سره مخامخ دي.

نیویارک ټایمز لیکي په پاکستان کې صحافت اوس یو ګران کار دی، او په داسې حالاتو کې چې یو خوا خبریالان د وسلوالو ډلو لخوا په نښه کږي او بلخوا ورته د دغه هېواد د پوځ او استخباراتي ادارو لخوا دړکې ورکول کېږي.


نیویارک ټایمز لیکي، په پاکستان کې خبریالانو د جمهوریت د ودې لپاره ډېر کار کړی دی، دوی د پوځي ولسمشر په لیرې کولو او په دغه هېواد کې د یوې جمهوري ټولنې د جوړیدو لپاره سختې هم تېرې کړې دي.

خو د دغه هېواد د یو شخصي ټیلي ویژن جیو پر خبریال حامد میر حملې هر څه بدل کړ، او د دغه پېښې وروستو داسې مالومېږي، چې، میډیا په دوو برخو وېشل شوې ، یو هغه ډله چې پر حامد میر د حملې خلاف دي، او بله هغه ډله چې وایي، دغه حمله د ملک د پوځ او استخباراتو د بدنامولو لپاره پلان شوې وه.

پر حامد میر حمله د اپریل پر نولسمه نېټه په کراچۍ کې وشوه، چې پکې هغه شپږ ډزه لګیدلی وو، د دغه حملې وروستو د جیو ټیلي ویژن لا لارې داسې خبرونه خپاره شول، چې ګنې دا حمله ای اېس ای کړې ده.

د حامد میر له حملې وروستو د خبریالانو او استخباراتي ادارو تر منځ کړکېچ په داسې وخت زیات شوی، چې خبریالان د وسلوالو ډلو لخوا هم له دړکو سره مخامخ دي.

نیویارک ټایمز لیکي په پاکستان کې ځینو خبري ادارو بیا تر دې حده پورې وویل چې حامد میر په ځان دغه حمله د مشهورتیا لپاره کړې ده.

د ډان ورځپاڼې ایډیتر ظفر عباس وایي، دا هر څه ښه ندي شوي، او که چیرې په پاکستان کې میډیایي ادارې په یو بل پسې هم داسې لګیا وي، نو د صحافت ازادۍ لپاره ټولې ګټي به یې په تاوان واوړي.

نیویارک ټایمز لیکي کله چې په ۲۰۰۷م کال کې د هغه وخت د پوځي ولسمشر پروېز مشرف خلاف مظاهرې روانې وې، او میډیا دغه هر څه نیغ په نیغه ښودل نو داسې مالومیده په پاکستان کې میډیا ان د پوځي جرنیلانو په لرې کولو کې مهم رول لوبولی شي.

د بخښنې نړیوالې ادارې یو کارکونکی مصطفا قادري وایي د ۲۰۰۸م کال وروستو ۳۴ خبریالان وژل شوي دي، په پاکستان کې د میډیا پر ازادۍ د دغه ادارې رپوټ به د اپریل پر دېرشمه نېټه خپرېږي. مصطفا وایي په پاکستان کې صحافت اوس یو ډېر خطرناک کار دی.

پر خبریال حامد میر برید، د ډان ورځپاڼې لیکنه


د ډان ورځپاڼې په ليکنه کې د پاکستاني ټي وي چينل جيو نيوز پر خبريال حامد مير د قاتلانه حملې او ورباندې د دې مطبوعاتي ادارې او د هېواد د استخباراتي ادارې د راغليو غبرګونونو په يادولو سره ويل شوي چې پاکستاني ټولنه او هم يې ادارې د زغم د نشتوالي له ستونزې سره مخامخ دي.

ليکنه زياتوي، موږ د حساب ورکونې کلچر له پامه غورځولی دی. که يو تن هغه څه ته چې زموږ سيکورټي رياست يې د قامي ګټو په توګه يادوي، د اعتراض ګوته ونيسي نو له ملک سره د غدارۍ تور پرې لګول کيږي.

د ليکنې تر مخه، د جيو نيوز پر خبريال د قاتلانه حملې موضوع ته موږ بايد له دريو اړخونو وګورو.

يو دا چې پاکستان ولې په نړۍ کې د خبريالانو لپاره يو تر ټولو د خطرناک هېواد په توګه ياديږي؟

دوهم، جيو ټي وي د حامد مير لخوا پر ده د شوې حملې تور د استخباراتي ادارې آی ايس ای پر مشر د لګولو خبرونه په څه ډول وړاندې کړل؟

او دريم دا چې د جيو ټي وي او د حامد مير د بدنامولو هڅو ته هم بايد وکتل شي.

په ليکنه کې راغلي، داسې نه ده چې ګنې خبريالان او مطبوعاتي ادارې د خبرونو جوړولو او د هغو د خپرولو په چل نه پوهيږي. دا ادارې د ناسمو او بې بنياده خبرونو خپرولو په ترڅ کې غواړي پر ټولنه او حکومتي ادارو خپل نفوذ پياوړی کړي.

جيو ټي وي کولای شول چې پر خپل خبريال د قاتلانه حملې ټول اړخونه په منصفانه ډول وڅېړي او په اړه يې متوازن خبرونه خپاره کړي.

ليکنه کاږي، دا يو حقيقت دی چې د پاکستان استخباراتي ادارې د دې هېواد پر خبريالانو فشار راوړي چې د دوی د خوښې رپورټونه جوړ او خپاره کړي. خو دا هم يو حقيقت دی چې د پاکستان سيکورټي اسټيبلشمنټ، چې د ليکنې تر مخه، د دې هېواد پوځ يې کنټرولوي، د هېواد د بېلا بېلو حکومتونو هغه وړانديزونه له پامه غورځولي دي چې د استخباراتي ادرو پر اختياراتو د چيک ساتلو د يوه نظام جوړولو لپاره يې وخت په وخت مخې ته راوړي دي.
XS
SM
MD
LG