د لاسرسي ځای

تازه خبر

باچا خان او غني خان د پښتونخوا له تعلیمي نصابه اېستل کېږي


باچا خان او غني خان
باچا خان او غني خان

په پېښور کې د باچاخان ټرست چلوونکی او د سیاسي چارو څېړونکی خادم حیسن بیا وایي، د پښتو په کتابونو کې د دې بدلونونو وجوهات سیاسي کیدلای شي.

د خېبر پښتونخوا د تعلیمي نصاب اداره (ټیکست بوک بورډ ) د دغه صوبې په تعلیمي ادارو کې د دولسم جماعت د پښتو ژبې له کتابه د عدم تشدد د باني باچا خان پر ژوند او هڅو د ازادۍ سپاه سالار تر نامه لاندې لیکل شوی باب او د نهم جماعت د پښتو له کتابه د وتلي فلسفي شاعر غني خان نظم لرې کول غواړي. دا شان دوی غواړي د پښتو په کتابونو کې نور بدلونونه هم راولي.


د دولسم جماعت د پښتو کتاب دریو لیکوالو پروفېسر یار محمد مغموم، پروفیسر ډاکټر همایون هما او زبېر حسرت ترتیب کړی وو. د خېبر پښتونخوا د تعلیمي نصاب اداره د صوبې ټولو تعلیمي څانګو ته نصابي کتابونه ترتیبوي او د دغه کتابونه بیا کتنه یا ریویو په ایبټ اباد کې د قامي بیا کتنې کمېټه (نیشنل ریویو کمیټي) کوي، او دا شان یو مضمون په نصاب کې شاملېږي.

د دولسم جماعت لپاره د پښتو کتاب یو ګډ - لیکوال زبېر حسرت وایي، باچا خان د پښتنو یو ملي اتل دی او یو داسې بې ضرره شخصیت دی چې په اړه یې هېڅوک هم بابد اعتراض ونکړي او نه هم باد د هغه مضمون له کتابه واېستل شي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:50 0:00
د ډاېرېکټ لېنک



د خېبر پښتونخوا له نهمه تر دولسمه د پښتو کتابونو د بیا کتنې کمېټه یو غړی پروفیسر فضل نصیر بیا وایي، دوی ته دا نه دې ویل چې له پښتو کتابونو د باچا خان مضمون وباسئ بلکې دوی ته د ځینو اعتراضیه لیکنو سمولو خبره شوې ده.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:50 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د خېبر پښتونخوا د ټېکسټ بوک بورډ د پښتو پروفیسر احمد رشید وایي، په نصاب کې د پښتو کتابونو د بیا کتنې کمیټۍ دا وړاندیز کړی چې باید پر باچا خان او غني خان د نهم او دولسم جماعت لپاره د پښتو کتابونو کې لیکل شوي مضمونونه دې لیرې کړل شي، خو د هغه په خبره په دې اړه لا هم سلا مشورې روانې دي.
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:50 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د پښتو په کتابونو کې د باچا خان، غني خان او نورو پښتنو اتلانو په اړه مضمونونه او د غني خان یو نظم په ۲۰۰۹م کال کې له هغه پس شامل کړل شوی وو، کله چې د پاکستان په آیین کې د اتلسم ترمیم لاندې د نصاب جوړولو ذمه وارې صوبو ته وسپارل شوه.

په پېښور کې د باچاخان ټرست چلوونکی او د سیاسي چارو څېړونکی خادم حسین بیا وایي، د پښتو په کتابونو کې د دې بدلونونو وجوهات سیاسي کیدلای شي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:56 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د خېبر پښتونخوا د پښتو تعلیمي نصاب کې له پنځمه تر دولسم جماعته د پښتنو شاعرانو، لیکوالو، او اتلانو په اړه مضمونونه شامل دي، چې پکې، حاجې صیب ترنګزۍ، باچا خان، غني خان، مولانا عبدلحق او ګڼ نور راځي.
XS
SM
MD
LG