د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: مدرسه کې بمي چاودنې درې ماشومان ووژل پنځه ژوبل


د کراچۍ د مومن اباد تاڼیدار مجید مروت له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل، پېښه له میټرویل سره نژدې د طاهریه مدرسې دننه شوې ده.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې نن د دوشنبې ورځې ماسپښین په یوه بمي حمله کې ۳ ماشومان وژل شوي دي او پنځه نور ژوبل دي.


د کراچۍ د مومن اباد تاڼیدار مجید مروت له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل، پېښه له میټرویل سره نژدې د طاهریه مدرسې دننه شوې ده.

د نوموړي په وینا د مدرسې یوه ماشوم زده کونکي ته نامالومه کسانو په پلاسټکي کڅوړه کې لاسي بم ورکړی وو، چې د مدرسې دننه پر ماشومانو چاودیدلې دی او مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د پېښې وروسته ګڼ امنیتي ځواکونه مدرسې ته رسیدلي او د چاودنې په اړه یې پلټنې پېل کړې دي .


تر دې وړاندې د کراچۍ په دهلي کالونۍ کې هم د تېرې جمعې پر ورځ له یوې بمي چاودنې څلور کسان وژل شوي ول او ۳۰ نور ژوبل شوي ول .

تر دې برید یوه ورځ مخکې بیا په کراچۍ کې د پنجشنبې ورځ سهار د یوې چاودنې په ترڅ کې د پخواني پولیس افسر په ګډون څلور کسان وژل شوي او لږ لږ تر لس نور ژوبل شوي دي.

د سېمې پولیس مشر پیرمحمد شاه رسنیو ته وویل چې چاودنه نن سهار د زړې سبزي منډۍ په سېمه کې شوې ده چې په ترڅ کې یې معطله کړل شوی پولیس افسر شفیق تنولي او درې نور کسان وژل شوي ول.


شفیق تنولي تر دې وړاندې هم په یوه ځانمرګې برید کې سخت ژوبل شوی و.

نوموړی په کراچۍ کې د وسله والو پر ضد په عملیاتو کې نوم لري. د دې ترڅنګ هغه د وژل شوي پښتون خبریال ولي خان بابر د وژنې د کیس پلټونکی افسر پاتې شوی وو.
XS
SM
MD
LG