د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایا پاکستان کې د وینو بهیر دبلوڅ بیلتون پالو غچ دی ؟


د يورو ايشيا مجلې په ليکنه کې ويل شوي، په پاکستان کې، چې ګردې نړۍ ته د ترورستانو صادرونکی يو هېواد دی، بمي چاودنې کېدل يوه عادي خبره ده.

ليکنه زياتوي، دا چاودنې زياتره د پېښور او کراچۍ په ښارونو کې کيږي، حال دا چې د هېواد پلازمينه اسلام اباد ترې نسبتاً محفوظه ده.

د ليکنې له مخې، په اسلام اباد کې د روانې مياشتې د ۹ مې نېټې د بمي چاودنې پړه د بلوچستان يوې وسله والې ډلې، يونايټېډ بلوچ آرمي، ومنله. د دې ډلې وياند وويل چې د اسلام اباد بمي چاودنه يې د هغه زور زياتي په رد عمل کې وکړه چې د پاکستان امنيتي ادارې يې د بلوچستان په خاوره کې کوي.

ليکنه زياتوي، د پاکستان حکومت او استخباراتي اداره يې، آيي ايس ایي، هڅه کوي وښايي چې په اسلام اباد کې د اپريل د نهمې بمي چاودنه يادې بلوچ وسله والې ډلې نه، بلکې ځينو بهرنيو کړيو کړې وه.

ليکنه کاږي، يونايټېډ بلوچ آرمي، چې د بلوچستان يونايټېډ آرمي (بي ايل ای) په نامه هم ياديږي، په ۱۹۹۹ م کال کې په ياده صوبه کې د بلوڅو بيلتون خوښو لخوا جوړه شوه.

د بي ايل ای تر څنګ، يو شمېر نورې ډلې هم دي چې د بلوچستان دننه يې د بلوڅ قام د حقونو لپاره وسله واله مبارزه پيل کړې ده. په دوی کې د بلوچ ريپبلکن آرمي، بلوچ ليبريشن فرنټ، لشکر بلوچستان، بلوچستان نيشنل پارټي مينګل، بي اين پي عوامي، نيشنل پارټي او جمهوري وطن پارټۍ په څېر ډلې شاملې دي.

په ليکنه کې راغلي، بلوڅ بيلتون خوښي ټينګار کوي چې د پاکستان حکومت د بلوچستان معدني دولت د پنجاب او د دې هېواد د نورو صوبو د ګټو لپاره په کار راولي.

دوی چين ته هم ګوته نيسي چې د دوی د وسايلو په لوټلو کې د پاکستان له حکومت سره ملګری شوی دی.

په ليکنه کې وړاندې راغلي، د يو شمېر نورو لاملونو تر څنګ، د بلوڅو بشري حقونو ته درناوی نه کول او په اقتصادي توګه دوی کمزوري ساتل، هغه څه دي چې له وجې يې بلوڅان د پاکستاني حکومت پر ضد ياغيتوب ته اړ شوي دي.

په ليکنه کې وړانديز شوی چې ملګري ملتونه او يا هم اروپايي ټولنه بايد د بلوچستان مسئله جدي ونيسي او د حل لپاره يې د بلوڅ مشرانو او د پاکستاني حکومت تر مينځ په خبرو کې مرسته وکړي.

په ليکنه کې دغه راز ويل شوي چې د پاکستان حکومت بايد بلوڅو ته د تعليم، صحت او روزګار اسانتياوې برابر کړي او د بلوچستان د ناامنيو پړه پر هند، امريکا او اسرايل له اچولو لاس واخلي.
XS
SM
MD
LG