د لاسرسي ځای

د پېښور ګل خرڅونکي د غم ښادۍ دواړو لپاره ګلونه لري


په پېښور کې د ګلونو یو هټۍ وال

په پېښور کې د ګلونو یو هټۍ وال

پيښور چې د ګلونو ښار ورته ويل شوی، د کال په څلورو فصلونو کې پکې موسمي او غير موسمي ګلونه پيدا کيږي . په تيره بيا چې اوس په سيمه پسرلی دی، ډول ډول ګلونه يې په بازارونو کې په نظر راځي.

دا ګلونه د پيښور شاو خوا کليو کې زميندار کري او کله چې فصل ته ورسيږي، د پيښور ښار رامداس بازار ته يې راوړي او په دوکاندارانو يې پلوري او هغوي ترې ډول ډول اميلونه جوړوي او خرڅلاو ته يې وړاندې کوي.

د پيښور قصه خوانۍ کې هم څو دوکانونو کې د تازه ګلانو اميلونه جوړيږي او خرڅلاو ته وړاندې کيږي. د ملک سنز په نوم يو دوکان کې پينځه شپږ تنه په کار مصروف دي، په همدغه دوکان کې د شکيل احمد په نوم يو تن وايي چې د نيکه له وخت ورته ګلفروشي پاتې ده.

« دا تقريباٌ د پنځوسو کلونو نه اباد دوکان دی، دې کې زموږ مشران وو، هغوی په کې وخت تير کړو، بيا دويمه دوره په کې راغله، او اوس دا موږ په کې په دريم لين کې يو او الله دې وکړي چې همداسې جاري وي او خدای ټولو ته په کې فايده ورکړي.»

دا چې نن سبا کوم ډول ګلونه بازار ته له کومو ځايونو څخه راوړل کيږي، شکيل احمد يې په ځواب کې وايي :

« دې کې ګلاب راځي، کينټي راځي، ګلچين راځي، شبو راځي، بازيدخيلو نه، شبخيلو نه احمدخيلو نه، دغو کلیو نه ګلونه راځي، او بعضي چې له سيزن نه اوټ شي، بيا موږ ګلاب له ملتان نه راغواړو، بتوکۍ نه راغواړو.»

شکيل احمد وايي چې په بيلابيلو کلتوري مناسبتونو کې خلک تازه ګلونو او اميلونو پسې راځي:

« دا د خوشحالۍ شی دی، بس چې د چا واده ښادي وي، څوک يې نکريزو له يوسي، څوک يې د جنج لپاره يوسي، څوک ترې موټر سجاو(ګلپوش) کړي، څوک ترې کمره (کوټه) سجاو (جوړه) جوړي، څوک يې تخفه کې ورکوي. د هر چا خپل ضرورت وي، څوک ترې مړي له څهره جوړه کړي، يویې سي.»

دا چې پخوا د ګلو بازار څنګه و او اوس څنګه دی دا پوښتنه شکيل احمد دا رنګه ځوابوي.

« د دوکان مزدوري اوس دې کې ختمه شوله، اوس مزدوري چې کومه ده هغه د زميندار شوله. هغه يې پټي کې وکري، ويې ريبي، راوړي ويې پيري، بس منډيي کې سهار خرڅ کړي، نغدي پيسې جیب کې واچوي او چې دوکاندار غريب يې راوړي، چې هغه يې په لس روپۍ لړۍ راوړي دلته يې دوکان کې کيږدي، يو ګاک راشي، دا خو پينځه ده، دا په څلور ده او دا په دوه ده هغه دوکاندار بيا خپلو پیسو نغدولو په کې ناست وي.»

شکيل احمد وايي چې که د ورځې له مخې يې ګلونه خرڅ نه شي نو ډير په کې ضايع شې.

« دا سپين ګل دی شبو، دا چې نن واخلو سبا پورې دا کار کوي، که سبا ماښام نه دا تيره شوه نو بيا دا موږ لړه کوو. ګلاب چې سهار راوړو، ماخوستنه پورې کار کوي، بيا رژيږي، دا پچيو کې دا پرتې دي، دا پاڼې شي، نو که چا زيارت له وړو، قبر له وړو، يا شيندلو ته وړي، لس، شل پنځوس روپو يوسي، او که خرڅ نه شي، دوه څلور ورځې يې ساتو بيا هغه هم لړه کړو. زيآتر ګلابو کې دا وي چې د بهار موسم شي نو بيا زمينداران دا په بوجو بوجو راټولوي، بيا يې حکيمانو ته ورکوي او هغوی ترينه ګل قند جوړوي.»

شکيل احمد وايي چې ګلفروشي يې له نيکه نه پلار او له پلاره يې ده ته پاتې ده او تمه لري چې له ده وروسته نسل يې هم خپل پلرني کسب ته دوام ورکړي.
XS
SM
MD
LG