د لاسرسي ځای

تازه خبر

دننګرهار د نازیانو خلک کډه کوي


فایل فوټو
فایل فوټو
خيبر ايجنسۍ سره پر پوله پرتې د ننګرهار ولايت د نازيانوولسوالۍ قومي مشران وايي له دغه ځايه ډير خلک د پاکستان د لشکر اسلام د وسله والې ډلې او افغان طالبانو ترمنځ د روانو نښتو له وجې بې کوره شوي دي.

قومي مشران وايي ددوی په سیمه کې طالبان او دلښکر اسلام وسله واله ډله د یو بل پرضد ګوته په ماشه ناست دي او ددوی جنګ ولسي خلکو ته یو ستر ګواښ دی.

د نازيانو يو قومي مشر ملک سهيل د اتوار په ورځ مشال راډيو ته وويل چې خوا او شا يو نيم زر کورنۍ جلال اباد او ځينې نورو سيمو ته تللي.

(( خلک د مارکو ډاګونو ته راروان دي. په لومړي سر کې میرمنې راتلې خو نن یې ټولو ته د سیمې نه د وتلو اجازه ورکړې ده.خلک د کډو سره راوتلي دي. ))

څرګنده نه ده چې د لشکر اسلام او طالبانو ترمنځ د اختلاف ټکي څه دي ؟ خو د پولې پورې غاړې ته په خیبر ایجنسۍ کې هم دواړه ډلې وخت په وخت د یو بل سره لاس او ګریوان وي. د نازیانو د ولسوالۍ ملک اماجان حاجي وايي :

(( دغو خلکو مورچې سره نږدې کړي، ددوی په منځ کې به څه اختلاف وي، موږ ته د هغې پته نشته. خلک د جګړې د منځ نه ځانونه باسي. موږ غریب خلک یو د جګړې نه ډاریږو. )) نوموړی وايي دسیمې اتیا په سلو کې خلکو کډې ویستلي دي.

د ننګرهار د ولايت والي وياند احمد ضيا عبدالزي مشال راډيو ته منلي چې د نازيانو په سرحدي سيمه کې دواړو خواوو ته پاکستاني او افغان طالبان ميشته دي او وخت په وخت يې ترمنځ جګړې کيږي خو د خلکو له بې کوره کېدو بې خبري ښايي. افغان چارواکو د دواړو ډلو ترمنځ د نښتو د وجوهاتو په اړه څه نه دي ويلي.
XS
SM
MD
LG