د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان : د ولسمشرۍ مخکښ کاندیدان دویم ځلي انتخاباتو ته ځانونه چمتو ښايي


د افغانستان ولسمشرۍ د دوو مخکښو کانديدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي مطبوعاتي مسوولين وايي دويم ځلي انتخاباتو ته پوره چمتووالى لري، خو د انتخاباتو کميسيون بايد ځينې ګونګ ټکي روښانه کړي.

د انتخاباتو خپلواک کميسيون وايي انتخابات ښايي دويم پړاو ته لاړ شي، ځکه تر اوسه يو کانديد هم نه دى توانېدلى پنځوس فيصده جمع يو رايې خپلې کړي. د اعلامن شویو پایلو ترمخه په ولسمشریزو ټول ټاکنو کې ډاکټر عبدالله ۴۴.۹ فیصده او اشرف غني احمدزي ۳۱.۵ فیصده رایې خپلې کړي دي.

د انتخاباتو کميسيون د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړنۍ نتيجې پرون اعلان کړې. د افغانستان د اساسي قانون له پر اساس که چېرې د جمهوري ریاست انتخابات دویم دور ته ولاړ شي دويم دور انتخابات د ابتدايي نتیجو له اعلان نه دوې اوونۍ وروسته ترسره کیږي.

د انتخاباتې شکایتونو کمیسون وايې وروسته له هغې چې د انتخاباتو کمیسون د جمهوري ریاست د انتخاباتو لومړني نتایج اعلان کړي کاندیدان یې په اړه د شکایت د ثبتولو لپاره څلورویشت ساعته وخت لري.

د دي کمیسون ویاند نادر محیسنې د شنبې په ورځ په یوه خبرې کنفرانس کې وویل چې دغه کمیسون پدې برخه کې پوره چمتووالی لري. ښاغلي محیسنې همدارنګه وويل ،چې په ولایتونو کې د رایو ټول هغه صندقونه چې قرنطین شوي و دڅیړنیو نتایج يې دې کمیسون ته رسیدلې دي.

دافغانستان د انتخاباتو کمیسون به د ولسمشرۍ د ټول ټاکنو نهايي پایلې د مئ د میاشتې په څاورلسمه نیټه اعلانوي او ددویم دور ټول ټاکنې به د جون په اومه نیټه ترسره کیږي. د اټکل له مخې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو په ټول ټاکنو کې به د ۵۳ کلن عبدالله عبدالله او د ۶۴ کلن اشرف غني ترمنځ به سخته مقابله کیږي.
XS
SM
MD
LG