د لاسرسي ځای

د افغانستان ولسمشریز انتخابات دویم پړاو ته ځي


د افغانستان د انتخاباتو رایې شمارل کېږي

د افغانستان د انتخاباتو رایې شمارل کېږي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیشن اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ له کاندیدانو یو هم په دې کې بریالی نه شو چې تر پنځوس فیصده زیاتې رایې واخلي.

کابل : د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیشن اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ له کاندیدانو یو هم په دې کې بریالی نه شو چې تر پنځوس فیصده زیاتې رایې واخلي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیشن مشر احمد یوسف نورستاني د شنبې په مازیګر په کابل کې خبرې غونډې ته وویل چې د ټولو ابتدايي نتیجو له مخې ډاکټر عبدالله عبدالله ۴۴ اعشاریه ۹ ، ډاکټر اشرف غني احمدزي ۳۱ اعشاریه ۵ او ډاکټر زلمي رسول ۱۱ اعشاریه ۵ رایې اخیستې دي.

احمد یوسف نورستاني وویل چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ټول (شپږ میلیونه ، اته لکه دوه نوي زره اته سوه پنځلس – 6892815) وګړو برخه اخیستې وه.

نورستاني وویل چې له ټولو اچول شوو رایو څخه (شپږ میلیونه ، شپږ لکه ، اووه زره ، شپږ سوه ، شپږ شپېته – 6617666) رایې سمې ګڼل شوې دي.

د انتخاباتو وروستۍ پایلې به د مې پر څوارلسمه نېټه اعلان شي. او د انتخاباتو د خپلواک کمیشن په وینا ، د انتخاباتو دویم پړاو به د مې پر اتویشتمه نېټه تر سره کېږي.

د افغانستان د انتخاباتو له قانون سره سم ، که چېري ولسمشریز انتخابات دویم پړاو ته ولاړ شي نو به د هغو دوو کاندیدانو تر منځ سیالي وي چې تر ټولو یې زیاتې رایې اخیستې وي.
XS
SM
MD
LG