د لاسرسي ځای

تازه خبر

' پر سیاستوالو دي نیوکې کېږي خو پر پوځ او آی ایس آی نه '


د پاکستان د جاسوسي ادارې مشر ظهیرالاسلام
د پاکستان د جاسوسي ادارې مشر ظهیرالاسلام

د پاکستان په ځینو رسنيو کې د هيواد پر استخباراتي ادارو او پوځ له هغه وروسته نيوکې کيږي چې په وسله وال بريد کې ژوبل شوي خبريال حامد مير وویل چې پر ده د بريد تر شا د پاکستان د جاسوسي ادارې آی ایس آی لاس دی.

پراګ: د پاکستان د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وايي چې د حکومت اييني او قانوني زمه واري جوړيږي چې د پوځ او استخباراتي ادارو وقار خوندي کړي او مطبوعات دي پر پوځ نيوکې نه کوي. خو د پاکستان د ځینو سياسي ګوندونو غړي پر دې باور لري چې که د مطبوعاتو ږغ غلی کړل شو نو په دې ملک کې به نه يوازې جمهوريت ته بلکې استخباراتي ادارو ته هم لوي زيان ورسيږي. ځینې ګوندونه بیا دریځ لري چې د مطبوعاتو او پوځ په ګډون د ټولو ادارو د احتساب لپاره قوانين جوړول پکار دي.

د پاکستان په ځینو رسنيو کې د هيواد پر استخباراتي ادارو او پوځ له هغه وروسته نيوکې کيږي چې په وسله وال بريد کې ژوبل شوي خبريال حامد مير وویل چې پر ده د بريد تر شا د پاکستان د جاسوسي ادارې آی ایس آی لاس دی.

پر استخباراتي ادارو د نیوکو تر زیاتېدو وروسته د کورنيو چارو چوهدري نثار علي خان ويلي دي چې حکومت له پوځ او استخباراتي ادارو سره ولاړ دی.

د عوامي نشنل ګوند يو مخکښه غړې بشره ګوهر وايي چې د پاکستان رسنۍ خو پر يو بل نيوکې کوي نه چې د پاکستان پر استخباراتي ادارو يا پوځ باندې.

د هغې په خبره د چوهدري نثارعلي خان دغه بيان په پاکستان کې د اظهار د ازادۍ ، جمهوريت او پخپله د هغه د حکومت لپاره خطرناک دی.

بشره ګوهر زیاته کړه چې ً داسې خبرې پیل شوې دي چې څوک غدار دی او څوک وفادار دی او د وفادارۍ تمغه هغه وخت ورکول کېږي چې تاسو د آی ایس آی مرسته وکړئ او ورسره ودريږئ ، نو دا خو ډير خطرناک پرمختګونه روان ديً.

د بشره ګوهر په وینا ، ً د يو خبريال د خلې د بندولو خبرې روانې دي او يا پر خبريالانو هدفي بريدونه کيږي نو دا نقصان به د اظهار ازادۍ ته رسېږي. د پاکستان هغه ايجنسيانې چې د هغوي کار ولس ته تحفظ ورکول دي اوس فريق جوړېږي ، نو دا به ايجنسۍ کمزورې کړي او اعتبار ته به يي هم زيان ورسويً.

د جماعت اسلامي مشر سراج الحق وايي چې چوهدري نثار ته په کار ده چې یوازې بیانونه نه ورکوي بلکې د مطبوعاتو او پوځي ادارو په ګډون دي د ټولو ادار د احتساب لپاره قانون سازي وکړي.

سراج الحق وویل ً موږ خو د دې خبرې ملاتړ کوو چې دلته دي مطبوعات ازاد وي او هرچاته دي خپلې زمه وارۍ په ګوته کويً.

سراج الحق زیاته کړه چې ً رسنيو ته به خپلې تېروتنې څوک ورپه ګوټه کوي. نو موږ وايو چې د رسنیو ، پوځ ، عدليه او نورو ټولو ادارو په اړه دي په پارلمان کې قانون سازي وشيً.

اوس پوښتنه دا ده چې که چېرې يو خبريال پر هغه تر برید وړاندې د تور د پاکستان په استخبارتي ادارې پورې کړ نو ایا دا یو لوی جرم دی که څنګه؟

د قامي وطن پارټۍ له مشر افتاب احمد خان شيرپاو د دې پوښتنې په ځواب کې وویل ً آی ایس آی خو داسې اداره ده چې دلته پرې داغ پورې شو او هلته په هندوستان کې چې د هغې کومه تشريح وشوه نو د هغې نقصان خو پاکستان ته ورسېدوً.

په پاکستان کې لوی شمېر سیاسي مشرانو نه یوازې سختې او جېلونه تېر کړي دي بلکې پر هغوی په رسنیو کې نیوکې هم کېږي.

افتاب احمد خان شېرپاو په دې اړه وویل ، ً دا خبره سمه ده چې پر موږ تورونه لګېدلي وو او په عدالت کې ورسره مخامخ شوې وو ، دوي دې ثبوت وړاندې کړي ، ثبوت خو به يو ځای ته اشاره کوي نو زما خيال دی بيا به ټول غواړي چې اوس دي د هغوي خلاف ګامونه پورته کړل شيً.

که يو خوا د پاکستان د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وايي چې رسنۍ دې پر پوځ له نیوکو کولو لاس واخلي نو بل پلو بشره ګوهر وايي چې که چېري داسې وشو نو له دې سره به نه يوازې جمهوريت بلکې استخبارتي ادارې هم کمزورې شي.

د پاکستاني حکومت دا دریځ له هغه ور وسته مخې ته راغلی دی چې پر خبریال حامد میر تر وسله وال برید وروسته هغوی تور د پاکستان پر جاسوسي اداره ( آی ایس آی) پورې کړ.

د جاسوسي ادارې ً انټر سروسز انټلیجنس – آی ایس آیً چارواکو د حامد میر دا تور رد کړی دی چې ګواکې پر هغه برید دې ادارې کړی دی.

حامد میر نه یوازې تر ټپي کېدو وړاندې د آی ایس آی له خوا ده ته د ورکړل شوو دړکو خبره کړې وه بلکې تر ټپي کېدو وروسته یې هم په لومړي بیان کې ویلي چې اوس هم له آی ایس آی څخه خطر محسوسوي.

چوهدري نثار علي خان ویلي چې په هر حالت کې به د پاکستاني پوځ او جاسوسي ادارې (آيي، ايس، آيي) عزت ساتي.

حامد میر د تېرې شنبې په ورځ په کراچۍ کې په داسې وخت کې په یو وسله وال برید کې ټپي شو چې له هوايي ډګره په موټر کې خپل کارځای (دفتر) ته روان وو.
XS
SM
MD
LG