اسلام اباد: په امنیتي او بهرنیو چارو کې د پاکستاني وزيراعظم سلاکار سرتاج عزیز يو ځل بيا ويلي دي چې يو باثباته افغانستان د پاکستانه په ګټه دی.
سرتاج عزیز دا خبره د پاکستان له سرکاري راډيو سره په یو مرکه کې کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تور لګوي چې پاکستان د افغانستان په بدامنۍ کې لاس لري او نه غواړي چې هلته امن راشي.
بلخوا د افغانستان د کونړ ولايت چارواکي وايي چې د پاکستان له خاورې ۱۸ توغندي په دانګام ولسوالۍ کې لګیدلې دي.
د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخېل د شنبې په ورځ مشال راډيو ته وویل چې دغه توغندي د پاکستان د پوځ له لوري ویشتل شوي خو چاته مرګ پکې مرګ ژوبله نده اوښتې.
تر دې وړاندې هم د افغانستان په هغو ولایتونو کې داسې بریدونه شوي دې چې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه پراته دي. په دې بریدونو کې ځايي افغانانو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي وو.
که څه هم پر تېرو بریدونو د افغانستان او پاکستان تر منځ ترخې خبرې شوې وې خو د افغان لوري د دې تازه تور په اړه پاکستانیو چارواکو تر اوسه څه نه دي ویلي.