د افغانستان په شمالي ولايتونو سرپل، جوزجان، فاریاب، بلخ، بادغیس او هرات کې سېلابونو شاو خوا سل کسان مړه کړي او په زرګونو يې بې کوره کړي دي.
د جوزجان د پولیسو مشر فقیر محمد جوزجانۍ وایي د جمعې تر ماښامه د ۵۵ کسانو مړي موندل شوي وو.
د چارواکو په وينا په فارياب کې ۳۳، بادغيس کې ديارلس او هرات کې شپږ کسان وژل شوی دي.
چارواکي وايي سيلاب ځپلو سيمو کې د افغان پوځ په مرسته په پراخه کچه امداي هلې ځلې روانې دي.