د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه رسولي دي


په افغانستان کې سېلابونه
په افغانستان کې سېلابونه

د افغانستان په شمال کې سیلابونو نه یوازې خلکو ته ډېرې ستونزې جوړې کړې دي بلکې زیات ځاني او مالي زیانونه یې هم اړولي دي.

کابل: د افغانستان په شمال کې سیلابونو نه یوازې خلکو ته ډېرې ستونزې جوړې کړې دي بلکې زیات ځاني او مالي زیانونه یې هم اړولي دي.

د سرپل ولایت والي عبدالجبار حق بین مشال راډیو ته وویل چې ً سیلابونو د دې ولایت یو شمېر ولسوالۍ ډېرې زیانمنې کړي دي او د اټکل له مخې شاوخوا شپږ زره کورونو ته یې زیان رسولی دیً.

عبدالجبار حق بین وویل چې د سر پل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې تر اوسه د لسو کسانو مړي موندل شوي او ۱۶ نور ورک دي.

عبدالجبار حق بین زیاته کړې چې ً له ټولو نړیوالو موسسو مو غوښتي چې په دې حالت کې له موږ سره مرسته وکړيً.

د جوزجان ولایت مرستیال عبدالرحمن محمودي مشال راډیو ته وویل چې ًسیلابونو د دې ولایت یو شمېر ولسوالۍ ډېرې ځپلې دي او زیاته مرګ ژوبله یې رامنځ ته کړې دهً.

عبدالرحمن محمودي زیاته کړه چې ً د خوشي تیپې او درزاب ولسوالیو څخه چې موږ کوم مالومات لرو ، د آقسای کلی بیخي له منځه تللی او په خوش تیپې ولسوالۍ کې پنځلس کلی وران شوي ديً.

د عبدالرحمان محمودي په وینا ، داسې رپوټونه دي چې شاوخوا اتیا کسان ورک دي.

محمودي وایي ، په شبرغان ښار کې یې د ۳۱ کسانو ، اقسای کلي کې یې د پنځلسو او په خوش تیپه ولسوالۍ کې یې د ۷ کسانو مړي موندلي دي.

د جوزجان د والي مرستیال وویل چې تر اوسه ټول د ۵۵ کسانو مړي میندل شوي دي.

په افغانستان کې د قدرتي افتونو د انتظام ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس مشال راډیو ته وویل چې ً له مصیبت ځپلو سره د مرستې چارې روانې دي او د خلکو د ژغورنې په مقصد هلیکوپټرې استول شوې دي.

په افغانستان کې سیلابونو د هیواد په هرات ولایت کې ۶ تنه او په بادغیس ولایت کې ۱۳ کسان وژلي دي.
XS
SM
MD
LG