د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې استادان پخې نوکرۍ او تنخاګانې غواړي


په قبایلي سیمه کورمه ایجنسۍ کې د سرکاري سکولونو استادانو غوښتنه کړې ده چې نوکرایانې دې یې پخې کړل شي او د تنخواګانو بندوبست دې یې وشي.


په قبایلي سیمه کورمه ایجنسۍ کې د سرکاري سکولونو استادانو غوښتنه کړې ده چې نوکرایانې دې یې پخې کړل شي او د تنخواګانو بندوبست دې یې وشي.


د صدې سیمې یو استاد مجیب نور مشال راډیو ته وویل، چې ۲۰۱۳ کال د جنورۍ په میاشت کې تعلیم محکمې د ۶۸ کسانو برتي کړېده، چې پکې زیاتره شمېره د استادانو ده.
نوموړی زیاته کړه چې دغه استادان د سیمې په مختلیفو سکولونو کې خپله ډیوټۍ په پابندۍ سره کوي خو تنخواګانې ورته نه میلاوېږي:

(( ددې برتیانو لپاره په اخبار کې اشتهار راغلی وو او بیا د دوی انټرویو وشوله، کمیټۍ چې کله دوی واخیستلو نو باقاعده توګه د نوکرۍ اډرونه هم دوی ته راغلو. اوس دوی ډیوټیانې کوی خو تنخا ورته نه مېلاوېږي.))

محمد فاروق یو بل استاد وايي، چې یو کال وړاندې برتي شوي کسانو د دغې مسلې ته هېڅوک پام نکوي:
(( پته نه لګېږي چې په دې کې څه مسله ده. موږ د تعلیمي چارواکو علاوه انتظامي چارواکو او منتخب غړو سره هم خبرې وکړې خو د دوی مسله نه حلېږي))

محمد صدیق د کوچي سیمې یو متاثره استاد وايي، چې دوی په ډېر تکلیف او سختو حالاتو کې د سیمې ماشومانو ته سبق ځايي نو پکار ده چې د دوی فریاد واورېدلای شي:

(( تر یو کاله پورې موږ خپلې خرچې وکړې خو اوس موږ تنګ شو ځکه چې په جېبونو کې راسره نورې روپۍ نشته او نورې ګرځي، څوک راکوي نه. ماشومان مو دي نو هغه هم راسره متاثره کېږي))

د دغه مسلې په اړه د تعلیم محکمې مشر چارواکي مجید ګل مشال راډیو ته وویل چې په فاټا سیکریټرېټ کې د استادانو د دغه برتۍ خلاف کېس روان دی نو ځکه پر دوی باندې تنخاګانې بندې شوې دي.

نوموړی زیاتوي، چې دوی ته د استادانو ضرورت دی نو دوی هم غواړي چې دغه مسله زر تر زره حل شي:

(( د بره کورمې د تعلیم محکمې د استادانو د دغه برتۍ خلاف په فاټا سیکریټرېټ کې مقدمه درج کړی ده. هغوی وايي چې د استادانو دغه برتی د پالیسۍ په مطابق نه دی شوی نو دوی اډرونه دې واپس واخستل شي. اوس هم کیس چلیږی او چې کله د دې فیصله وشوه نو دوی به د استادانو تنخاګانې هم جاري کړي))

په کورمه ایجنسۍ کې استادان وايي، چې دا وخت سیمې ته د زیات تعلیم ضرورت دی نو حکومت د دوی دغه مسله په ترجیحي بنیادونو هواره کړې.


قبائلي سېمو د صحت کارکونکي پېرا مېډېکل سټاف غړي وايي ۲۰۱۲ کال کي ورته ترقي منظوري شوي خو لا هم پردويي عملي شوي نه ده او صوبائی ملازمېنو ته دغه ترقي ورکړل شوي چي د دويي سره يي په ېو زائی اعلان شوي وو
  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG