د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر ټولو زیات خطر له ای اېس ای څخه لرم. حامید میر


په کراچۍ کې له مرګوني بریده روغرمټ راوتي د شخصي ټي وي چېنل جیو نیوز خبریال حامد میر وايي، د هغه ژوند ته تر ټولو زیاته خطر د پاکستان له استخباراتي ادارې ای اېس ای څخه ورڅېرمه دی

په کراچۍ کې له مرګوني بریده روغرمټ راوتي د شخصي ټي وي چېنل جیو نیوز خبریال حامد میر وايي، د هغه ژوند ته تر ټولو زیاته خطر د پاکستان له استخباراتي ادارې ای اېس ای څخه ورڅېرمه دی. د تېر خالي پر ورځ په کراچۍ کې له ټپي کېدو پس دا د هغه لومړی خپور شوی پیغام دی.


د حامد میر دغه بیان د زیارت په ماښام په کراچۍ کې د هغه ورور عامر میر خبرې غونډې ته ولوست:

"په اوس وخت کې هغه ته تر ټولو زیاته خطره له ای اېس ای څخه احساسوي، او د دې خبرې څرګندونه حامد میر د هغه کور ته د راغلو استخباراتي ادارو کسانو ته هم کړې وه. نوموړي د ورک کړل شوو بلوڅانو لپاره د لاریون کونکو مخکښ او مبارز ماما قدیر بلوچ په خپل یو پروګرام کې مېلمه کړی وو. د هغه پروګرام پر سر ای اېس ای له حامدمیره خفه وو. او له دې پرته په سیاست کې د هغوی پر مداخلت د حامیر په سختو نیوکو هم هغوی سخت خفه دي."

د حامد میر د بیان له مخې تر دې وړاندې هم په اسلام اباد کې د هغه ګاډي کې باروت اېښودل شوي ول، او د هغه د کورنۍ پر غړو حملې شوې وې، خو امنیتي ځواکونه د دغو کسانو په نیولو کې پاتې راغلي دي.

د دې ترڅنګ هغه ته د ریاستي او غیر ریاستي ادارو لخوا ګواښونه ورکړل شوي او هغه په دې اړه قانون نافذونکو ادارو ته ویلي ول خو بیا هم د هغو کړیو پز ضد کاروایي نه ده شوې.

"د اپرېل پر ۱۹ نیټه په حامد میر په کراچۍ کې د ترسره شوې حملې مخکې هغه خپلو ځینو ملګرو، د جیوټي وي منتظیمینو او د کورنۍ غړو ته د ده ژوند د ورپېښو خطرو په اړه ویلي ول، او د هغو عناصرو ذکر یې هم کړې وو، له چا څخه چې ده ته خطر وو، د هغه ذکر له حملې سمدستي پس عامر میر په خپل بیان کې هم کړی دی"

یاده دې وي پر حامد میر له مرګوني حملې وروسته د هغه ورور عامر میر په هغه برید کې د پاکستان د استخباراتي ادارې ای اېس ای او د دې ادارې د مشر جنرل ظهیرالاسلام نومونه اخیستي ول.

خو د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې د عامر میر تورونه رد کړي دي.

بلخوا حامد میر د کراچۍ پولیسو ته هم خپل بیان ورکړی دی. د جیو ټي وي د کراچۍ مشر فیصل عزیز په وینا پرون د زیارت ورځ خبري غونډې ته د حامد میر لخوا لوستل شوي پیغام پولیسو ته هم ورکړل شوی دی . د دې ترڅنګ پولیسو له حامد میره د پیښې د رامنځته کیدو په اړه هم پوره مالومات اخیستي دي.
XS
SM
MD
LG