د لاسرسي ځای

تازه خبر

په زابل کې چاودنې اته تنه مړه او تپيان کړل


د پنجشنبې پر مازديګر د زابل په مرکز قلات ښار کې چاودنه شوې ده چې له امله يې يو تن وژل شوی او اته تنه نور ژوبل دي.


چارواکي وايي، چاودېدونکي توکي په يوه زرنج رکشه کې ځای پر ځای شوي وو.

د زابل د مرکزي روغتون رئيس ډاکټر لعل محمد توخی وايي، دوی ته د پېښې له ځايه اووه تنه ټپيان او يو جسد وروړل شوی دی.

دی وايي، په ټپي شويو کسانو کې يو د ملي اردو سرتېری او يوه ښځه هم شامل دی.

دی وايي، د ملي اردو له سرتېري پرته، د پېښې نور ټول قربانيان عام وګړي دي.
د بريد مسووليت طالب وسله والو منلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG