د لاسرسي ځای

زیاتره فرقه ییزې ډلې په پنجاب کې؛ خو پنجاب حکومت یې ولې نه ختموي؟


بلیغ الرحمان وویل، حکومت تر اوسه په فرقه ییز تاوتریخوالي کې د لاس لرلو په تور ۱۷۳ کسان نیولي دي، خو پر دې تور هېڅ کس نه دی سزا شوی. خو په سینېټ کې د اپوزیشن ګوندونو د حکومت دا شمېرې ردې کړې او ویې ویل چې په فرقه ییز تاوتریخوالي کې په زرګونه کسان وژل شوي دي.

د چارشنبې پر ماښام په اسلام اباد کې د سینېټ غونډې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې د پاکستان د کورنیو چارو او مخدره موادو مخنیوي دولتي یا د مملکت وزیر بلیغ الرحمان وویل، په تېرو اووه کلونو کې په فرقه ییز تاوتریخوالي کې ۲۰۹۰ کسان وژل شوي دي. په دوی کې ۸۶۶ په قبایلي سیمو، ۷۳۷ په بلوچستان، ۲۵۲ په سېند، ۱۰۴ په پنجاب، ۱۰۳ په ګلګت بلتستان او
۲۲ په خیبر پښتونخوا کې وژل شوي دي.


بلیغ الرحمان وویل، حکومت تر اوسه په فرقه ییز تاوتریخوالي کې د لاس لرلو په تور ۱۷۳ کسان نیولي دي، خو پر دې تور هېڅ کس نه دی سزا شوی. خو په سینېټ کې د اپوزیشن ګوندونو د حکومت دا شمېرې ردې کړې او ویې ویل چې په فرقه ییز تاوتریخوالي کې په زرګونه کسان وژل شوي دي.

پوښتنه دا ده چې په تېرو اووه کلونو کې په پاکستان کې په فرقه ییزو حملو او تاوتریخوالي کې اصلاً څومره کسان وژل شوي دي؟

په اسلام اباد کې د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون مشرې زهرې یوسف مشال راډيو ته وویل، کره شمېر خو ورته نه دی مالوم البته داسې ښکاري چې په فرقه ییز تاوتریخوالي کې ګڼ کسان وژل شوي دي:

((اوس خو کره شمېر راسره نشته. خو د کراچۍ په اړه که درته ووایم، نو په سېپټېمبر کې د عملیاتو پر پیل سربېره هلته هر کال په فرقه ییز تاوتریخوالي کې د وژل شویو شمېر زیاتېږي. د وژل شویو شمېر زیات هم کېدای شي. ځکه چې که تاسې بلوچستان ته وګورئ نو هلته په کوټه کې داسې څو حملې شوې دي چې په هرې یوې کې د هزاره ټولنې له ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي دي. له دې علاوه په ګلګت کې هم څو پېښې شوې دي. په کوهستان او پاړه چنار کې هم څو حملې شوې دي.))

په پېښور کې مې د سپریم کورټ بار اسوسي اېشن له پخواني مشر او قانون پوه قاضي انوره وپوښتل چې په فرقه ییز تاوتریخوالي کې تر اوسه ولې ککړو کسانو ته سزا نه ده ورکړل شوې؟ ایا د دې لامل دا دی چې په پاکستان کې د دې ډول تاوتریخوالي مخنیوي لپاره قانون نشته او که نه؟

دی وايي، په پاکستان کې قوانین موجود دي، خو په فرقه ییزو جرمونو کې د ککړو کسانو پر ضد هېڅ کس شهادت نه ورکوي:

((داسې خبره ده چې قانون په کتابونو کې خو شته. په کتابونو کې قانون د پېرنګیانو له وخته شته. په فرقه واریت کې ککړو کسانو پر ضد اکثر څوک شهادت نه ورکوي، اصلاً خو د دوی ګرفتاري نه کېږي، که ګرفتار شو څوک پرې شهادت نه کوي، خلک وېرېږي. که شهادت پېش شي او [کس] ګرفتار نشي نو بیا د عدالت کمزوري ده. او بیا هغه هم د نظام کمزوري ده، عدلیه هم د دې نظام حصه ده.))


د بشري حقونو کمېشن مشره زهره یوسف له قاضي انور سره همنظره ده او وايي، په پاکستان کې قوانین ډېر دي خو دا قوانین نه عملي کېږي.

نوموړې په دې لړ کې د پنجاب حکومت د ناکامۍ مثال ورکوي: (([په فرقه ییز تاوتریخوالي کې] ککړې ډلې چې په پنجاب کې دي، د هغوی پر ضد د پنجاب حکومت اقدام نه کوي. هغه ډلې، لکه لشکر جنګوي وغیره، د هغوی مرکز جنوبي پنجاب دی، او اوس دا ډله یوازې هلته نه ده بلکې په بلوچستان او کراچۍ کې هم فعاله ده. نو دا د حکومت ناکامي ده. دلته قوانین ډېر دي، خو د عملي کولو وخت چې راځي نو هلته ډېره کمزوري ده.))

د پاکستان حکومت ځینې سختدریځې ډلې ناقانونه ګرځولې دي، پر دې سربېره د پنجاب حکومت د ځينو لویو ډلو په ختمولو کې ولې نه بریالی کېږي؟

د دې په ځواب کې قانون پوه قاضي انور زیاتوي، په پنجاب کې ځینې لوی سیاسي ګوندونه په انتخاباتو کې له هغو سختدریځو ډلو مرسته اخلي چې په فرقه ییز تاوتریخوالي کې ککړې دي:

((په دې ملک کې، هغه تنظیمونه چې کالعدم یا غیر قانوني تنظیمونه دي، لویې سیاسي پارټۍ دا تنظیمونه استعمالوي. خصوصاً په پنجاب کې، لشکر جنګوي او سپاه صحابه، دا دواړه [ډلې] له پنجاب سره تعلق ساتي. او په پنجاب کې چې کوم حکومت دی له هغه سره دوی په انتخاباتو کې مرسته کوي. هغوی د دوی تحفظ کوي، او دوی د هغوی تحفظ کوي.))

که څه هم د پنجاب حکومت په بیا بیا دا خبره رد کړې ده چې ګواکې سختدریځې ډلې له ځینو سیاسي ګوندونو سره مرسته کوي، خو د بشري حقونو پاکستانیو او نړیوالو ادارو په خپلو رپورټونو کې پر پنجاب حکومت انتقاد کړی دی چې د سختدریځو ډلو د فعالیتونو مخنیوي لپاره ګامونه نه اخلي.
XS
SM
MD
LG