د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان د یوې معاملې له لارې امریکايي سرتېری خوشې کول غواړي


په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د حضور له کمېدو سره اوس بیا پر دې توجه ورکول کېږي چې امریکايي پوځي بو برګډال خوشې کړل شي. برګډال د ۲۰۰۹ز کال د جون له ۳۰مې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو بندي دی.

اسوشي اېټډ پریس اژانس لیکي، په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د حضور له کمېدو سره اوس بیا پر دې توجه ورکول کېږي چې امریکايي پوځي بو برګډال خوشې کړل شي. برګډال د ۲۰۰۹ز کال د جون له ۳۰مې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو بندي دی.


یوه دفاعي چارواکي اسوشي اېټډ پریس اژانس ته ویلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، دفاع وزارت، د پوځ مرکزي کمان، د ځانګړو عملیاتو کمان، د استخباراتو مرکزي ادارې سي ای اې، د پلټنو وفاقي ادارې اېف بي ای په لسګونه چارواکي د برګډال د خوشې کولو لپاره کار کوي.

د دفاع وزارت یوه چارواکي او یوه پوځي افسر د نوم نه ښودو په شرط ویلي، د برګډال نیوونکي غواړي چې دی خوشې کړي. د دوی په خبره، طالبان غواړي چې یوې معاملې ته ورسي.

یاد پوځي افسر وايي، د برګډال د خوشې کولو په بهیر کې بې باوري خنډ دی. دی وايي، هغو کسانو چې برګډال یې له ځانه سره ساتلی دی اشاره ورکړې ده چې د یوې معاملې له لارې به یې خوشې کړي. خو امریکا په دې اړه، په رسمي ډول هېڅ ځواب نه دی ورکړی.

د ۲۸ کلن امریکايي پوځي برګډال وروستۍ ویډیو د ډېسېمبر په میاشت کې خپره شوې وه او د ده په اړه فکر کېږي چې دی د حقاني وسله والې شبکې د کسانو په بند کې دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت حقاني شبکه د بهرنۍ ترهګرې ډلې په لېسټ کې اچولې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د برګډال خوشې کولو لپاره په هلو ځلو کې مخکښه اداره ده او پر هغه پلان کار کوي چې نوموړی په ګوانتانامو کې د پینځو طالب بندیانو په بدل کې راخوشې کړي.

د امریکا د ملي سلامتیا ادارې ویانده کایټلېن هېډن وايي، د برګډال تر اوسه په بند کې د پاتې کېدو لامل دا دی چې هغه ((له یوه ترهګر سازمان سره دی)). د دې په خبره، د هغه د بند وجه دا نه ده چې ګواکې په دې لړ کې د امریکايي حکومتي ادارو تر منځ همغږي نشته.

اسوشي اېټډ پریس اژانس زیاتوي، د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې طالبانو وویل چې له امریکا سره یې د برګډال په بدل کې د خپلو پینځو ملګرو خوشې کولو په اړه خبرې ځنډولې دي. دوی د دې لپاره د افغانستان پېچلې سیاسي وضع پړه وګرځوله.
XS
SM
MD
LG