د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې درويشت وسله وال مړه او ټپيان شول


له تېرې جارشنبې شپې راهيسې د غزني په دوو ولسواليو کې عملياتو او نښې شوې دي چې پکې لس تنه وسله وال وژل شوي او ديارلس نور ژوبل دي

له تېرې شپې راهيسې د غزني په دوو ولسواليو کې عملياتو او نښې شوې دي چې پکې لس تنه وسله وال وژل شوي او ديارلس نور ژوبل دي. چارواکي وايي، په وژلو شويو وسله والو کې د طالبانو سيمه‌ييز قومندانان هم شامل دي. سيدشا سقيم يې په اړه نور حال راکوي.


چارواکي وايي، تېره شپه د اندړو ولسوالۍ په چهلتن سيمه کې د سرتېرو او طالب وسله والو تر منځ نښته شوې ده چې پکې د دوو قومندانانو په ګډون اته وسله وال وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.

ها خوا بيا نن (پنجشنبه) سهار د ګېرو ولسواليو په پنه سيمه کې هم د سرتېرو او طالب وسله والو تر منځ نښته شوې ده چې پکې دوه تنه وسله وال وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د اندړو امنيه قومندان انجينر لطف الله کامران وايي، تېره شپه ملي پوليس او د ملي اردو سرتېرو په چهلتن سيمه کې د عملياتو پر مهال کمين نيولی وو چې پکې د دريو قومندانانو په ګډون ديارلس تنه وسله وال ګېر راغلل.

دی وايي، په وژلو شويو کسانو کې دوه تنه قومندانان او په ټپي شويو هغو کې يو تن قومندان شامل دی.

"ملي پوليسو او ملي اردو په چهلتن سيمه کې کمين نيول وو او وروسته بيا نښته وشوه چې پکې اته تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي. په نښته کې دوه قومندانان وژل شوي، يو قومندان ټپي دی او څلور موټرسايکلونه لاس ته راغلي دي."

په دغه نښته کې يو تن پوليس هم ژوبل شوی دی.
بله خوا بيا د ګېرو ولسوال الله داد خيرخواه وايي، نن سهار د دغې ولسوالۍ په پنه سيمه کې د طالب وسله والو او سرتېرو تر منځ نښته شوې ده چې پکې دوه تنه وسله وال وژل شوي او اته نور ټپيان دي دي.

دی وايي، په وژلو شويو وسله والو کې پاکستانيان هم شامل دي.

"په پنه کې نن سهار نښته پيل شوه چې تر لسو بجو يې دوام وکړ، په دغه نښته کې دوه تنه وسله وال وژل شوي دي او اته تنه ټپيان دي، کېدای شي وروسته د مړو او ټپيانو شمېر زيات شي. په ټپيانو کې درې تنه پاکستاني وزير هم شامل دي."
XS
SM
MD
LG