د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د ګوزڼ وهلو ماشومانو شمېر۵۰ ته ورسېدی


قبايلي سرچينو ويلي چې د پوليو زياتېدونکو کېسونو آن وسله وال طالبان هم اندېښمن کړي ځکه دوی احساس کړی چې يو ورځ به ځايي ولس د خپلو بچيانو د معذوره کېدو تور پر طالبانو پورې کوي.

د پاکستان د انګريزې ژبې دي نيوز ورځپاڼې په دغه هيواد کې د پوليو د زياتېدنکې رنځ په اړه مقاله خپره کړې چې ليکي، په پاکستان کې د پوليو يا ګوزڼ په رنځ کې ۸۰۰ فيصده زياتوالی راغلی او د تيرې سې شنبې په ورځ پنځوسم کېس هم مخې ته راغلی کله چې په پېښور کې د زينب په نامه د شپږو مياشتو په يوه ماشومه کې د پوليو وايرس وموندل شو.


د پوليو د مخنيوي نړيواله وېبپاڼه ليکي چې په پاکستان کې يوازې په روان کې د پوليو شپږ کېسونه مخې ته راغلي دي او دا ډول دغه شمېر ۵۰ ته ورسېدی. که څه هم دغه وېبپاڼې اوس هم د ګوزڼ وهلو ماشومانو شمېر ۴۹ خپور کړی خو دي نيوز ورځپاڼې تصديق تر لاسه کړی چې پي وي اېل لېبارټرۍ د خېبرپښتونخوا صوبايي انتظاميې ته د پوليو د نوي کېس موندولو راپور لېږلی دی. له دې څخه د پوليو د مخنيوي د صوبايي او مرکزي ادارو تر منځ د هم آهنګۍ پر نيشتوالی پوښتنې را ولاړيږي.

د وزيراعلی سيکريټېريېټ سرچينو ورځپاڼې ته ويلي چې د پوليو وروستی وايرس د پېښور د احمد خېل کلي په بازيدخېل يونين کونسل کې د ګل خان په شپږ مياشتنۍ لور زېنب کې موندل شوی دی.

يو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې دغې ماشومې ته د پوليو د مخنيوي لپاره څلور خوراکه ورکړل شوي ول خو بياهم نوموړې د پوليو په رنځ اخته شوه. چارواکی زياتوي، کېدای شي د ماشومې بدن د پوليو څاڅکو ته صحيح غبرګون نه وي ښودلی. نوموړی وايي، دا ډول ماشومانو ته په بيا بيا د پوليو څاڅکې ورکول په کار دي.

ورځپاڼه پرمخ ليکي، په پاکستان کې د پوليو په موندل شوو پنځوس کېسونو کې د ۳۹ تعلق له فاټا سره دی چې تر ټولو زيات ۳۴ يې يوازې په شمالي وزيرستان کې دي. تر هغه وروسته درې کېسونه په جنوبي وزيرستان، يو په خېبر اېجنسۍ او يو هم په نيمه قبايلي سيمه بنو کې دی.

د پاکستان حکومت او د روغتيا څانګه نه دې توانېدلي چې شمالي او جنوبي وزيرستان ته د پوليو د مخنيوي څاڅکې ورکونکې ډلې ولېږي ځکه په دغه سيمو کې ځايي طالبانو د ډرون بريدونو په غبرګون کې د پوليو پر کمپاين بنديز لګولی دی. که څه هم د تېر کال د ډسمبر د ۲۵مې راهيسې په قبايلي سيمو کې ډرون بريدونه نه دې شوي خو بياهم حکومت توان نه دی پيدا کړی چې خپلې ډلې هلته ولېږي.

ورځپاڼه په پای کې ليکي، قبايلي سرچينو ويلي چې د پوليو زياتېدونکو کېسونو آن وسله وال طالبان هم اندېښمن کړي ځکه دوی احساس کړی چې يو ورځ به ځايي ولس د خپلو بچيانو د معذوره کېدو تور پر طالبانو پورې کوي.
XS
SM
MD
LG