د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: د وسله والو په یوه برید کې څلور پولیس وژل شوي


افغان چارواکي وايي چې په کندهار ولایت کې د حکومت د وسله والو مخالفینو په یوه برید کې څلور پولیس وژل شوي دي.


په چارشنبه د کندهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې دا پولیس پرون هغه وخت ووژل شو چې وسله والو طالبانو په غورک ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه پوسته برید وکړ.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې پېښه کې یو پولیس ژوبل شوی او درې نور بې درکه شوي دي.

ګومان کېږي چې درې پولیس به وسله والو له ځان سره یرغمل کړي وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG