د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: چاودنې د یو پولیس په ګډون څلور کسان وژلي


د پاکستان په کراچۍ ښار کې نن( پنجشنبه) سهار د یوې چاودنې په ترڅ کې د پخواني پولیس افسر په ګډون څلور کسان وژل شوي او لږ لږ تر لس نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې نن( پنجشنبه) سهار د یوې چاودنې په ترڅ کې د پخواني پولیس افسر په ګډون څلور کسان وژل شوي او لږ لږ تر لس نور ژوبل شوي دي.


د سېمې پولیس مشر پیرمحمد شاه رسنیو ته وویل چې چاودنه نن سهار د زړې سبزي منډۍ په سېمه کې شوې ده چې په ترڅ کې یې ماتله کړل شوی پولیس افسر شفیق تنولي او درې نور کسان وژل شوي دي.

د پیرمحمد شاه په خبره تر اوسه دا نه ده مالومه چې دا ځانمرګې برید وو که نه چاودونکي توکي د پیښې په ځای کې اېښودل شوي وو.

شفیق تنولي تر دې وړاندې هم په یوه ځانمرګې برید کې سخت ژوبل شوی و.

نوموړی په کراچۍ کې د وسله والو پر ضد په عملیاتو کې نوم لري. د دې ترڅنګ هغه د وژل شوي پښتون خبریال ولي خان بابر د وژنې د کیس پلټونکی افسر پاتې شوی دی.
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:59 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG