د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د صنعتي پارک د جوړولو کار پیل شو


په خوست کې د ایسا یا د پانګې اچونې څخه د ملاتړ ادارې چارواکیو د کورنیو سوداګرو او شتمنو کسانو همدارنګه د بهرنیو پانګوالو څخه وغوښتل، چې په خوست کې سرمایه ګذاري وکړي او تولیدي فابریکې جوړې کړي.

په خوست کې د ایسا یا د پانګې اچونې څخه د ملاتړ ادارې چارواکیو د کورنیو سوداګرو او شتمنو کسانو همدارنګه د بهرنیو پانګوالو څخه وغوښتل، چې په خوست کې سرمایه ګذاري وکړي او تولیدي فابریکې جوړې کړي، چې په دې توګه له یوې خوا ډېرو خلکو ته د کار کولو دایمي زمینه برابره شي او بل لوري ته افغانان په اقتصادي لحاظ ځان بسیاینې لوري ته ولاړ شي.


د ایسا چارواکیو، چې د خوست په لویدیز لوري کې د سموات باغ د صنعتي پارک د احاطې د جوړولو د کار د پیل په مراسمو کې خبرې کولې وویل، چې په خوست کې د صنعتي پارک په جوړولو سره به پانګوالو ته د سرمایه ګذارۍ او پانګونې ښه شرایط برابر شي.

د چهارشنبې په ورځ د یادې پروژې د کار د پیل په مراسمو کې خوست والي عبدالجبار نعیمي مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې صنعتي پارک ته څلور سوه جریبه ځمکه ځانګړې شوې، چې د ۲۵۰ جریبه څخه يې په اوله پلا کې دیوال راتاویږي او وروسته به پانګوالو ته په کې د فابریکو د جوړولو له پاره ځمکې وویشل شي:

((خوست په ولایت کې د سوداګرو له پاره پانګوالو له پاره مو دلته هغه ساحه چې د صنعتي پارک د جوړولو له پار ټاکل شوې وه، د هغې د احاطې دیوال مو افتتاح کړ، د احاطې دیوال به په دوه نیم سوه جریبه ځمکه کې راځي، د دیوال تر جوړیدو وروسته به انشاالله د طرزالعمل سره سم د فابریکو له پاره د ځمکو وېش او د نورو تاسیساتو د جوړولو له پاره خپل تلاشونه کوو، پر دې احاطې باندې تقریباً څوارلس میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې دا د ایسا د ادارې له خوا د دې مالي تمویل کیږي او زه امیدواره یم، چې دا کار به په شپږو میاشتو کې ترسره شي او پروژه به ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.))

په خوست کې د پانګې اچونې څخه د ملاتړ د ادارې مشر محدعیسی اهنګر په خپلو خبرو کې د داخلي او بهرنیو پانګوالو څخه په خوست کې د پانګونې غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې خوست کې د پانګونې ښه شرایط موجود دي:










((د سموات باغ د صنعتي پارک له پاره څلور سوه جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده، د دې جملې څخه د ۲۵۰ جریبه ځمکې له باره يې د ښار جوړولو د محترم ریاست له خوا تفصیلي پلان جوړ شوی دی، او اوسمهال د دې ۲۵۰جریبه ځمکې د احاطې د جوړولو چارې پیل شوې، د ایسا ادارې د خوست سیمه ییز دفتر هیله لري، چې د یاد صنعتي پارک په ودانولو به د سیمې د پانګوالو ډیری ستونزې هوارې شي او له داخلي او بهرنیو پانګوالو هیله کوو، چې په خوست کې د پانګې اچونې د پراخو سهولتونو په پام کې نیولو سره پانګونه وکړي.په ځانګړي ډول هغه داخلي پانګوال چې په بهرنیو هېوادونو کې يې پانګونه کړي وي او تولیدي فابریکې لري، غوښتنه کوو، چې خپلې فابریکې خوست ته راولیږدوي او په دې توګه خپلو هېوادوالو ته خپل تولیدات عرضه کړي، چې په دې توګه به نه یوازې د خوست ځوانانو ته د کار زمینه مساعده برابره شوي وي، بلکې په اقتصادي لحاظ به مو د ځان بسیاینې پر لور یو بل ګام هم اخیستی وي.))

بل لوري ته د اسماعیل خېلو او مندوزیو په ولسوالۍ کې د یوولس نیم کیلومتره سړک د خامه جوړولو چارې پیل شوې.

خوست والي عبدالجبار نعیمي د یاد سړک د کار د پیل په مراسمو کې مشال راډیو ته داسې وویل:

((دا سړک چې یوولس عشاریه څلور کیلومتره دی، دا سړک د ورزې کلي څخه تر بدلې کلي پورې د شپږ مترو په عرض جوړیږي، دا به انشاالله د شپږو میاشتو په موده کې تکمیلیږي، د دې سړک تمویل او نظارت د کلیو پراختیا وزارت او د خوست اړوندې ادارې پر غاړه دی، دا سړک د نارشاه کوټ او اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالیو تر منځ واټن رالنډوي او په دې سره د خلکو هغه غوښتنې چې درلودې يې، هغه ورته پوره کوي، دا سړک به هم انشاالله د شپږو میاشتو په موده کې تکمیل شي او د دې سړک چارې چې کوم شرکت ته ورکړل شوي دي، توقوع مې داده، چې دوی په ښه شکل او ښه معیار سرته ورسوي.))

د یادونې وړ ده، کتونکي په دې باور دي، که یوازې د خوست هغه شمېر سوداګر او پانګوال چې په عربي هېوادونو او پاکستان کې سوداګریز کاروبار او تولیدي فابریکې لري، خپل پانګه خوست ته راولیږدوي، بیا به هم خوست د افغانستان په یو ښه سوداګریز او تولیدي مرکز بدل شي.
XS
SM
MD
LG