د لاسرسي ځای

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې بېلا بيلو پيښو کې اووه کسان وژل شوي


په بيلابيلو بريدونو کې زخمي شوو کسانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

لومړی نن سهار د چارسدې د فاروق اعظم چوک سره نږدې په موټر سايکل کي د ځای پر ځای شوي بم د چاودېدو له کبله يو کس وژل شوی او د ۱۱ پوليس واله په ګډون ۲۸ نور ژوبل شوي دي.

بلخوا د چارسدې د ضلعي روغتون چارواکو مشال راډيو ته ويلي چې دوی ته ۳۳ زخميان ور وړل شوي ول چې د اوو حالت د اندېښنې وړ و.

تر دې وړاندې پرون د پيښور په کلي واله سيمه بډه بيره کې په يو وسله وال بريد کې یو ولسي وګړی او پينځه پولیس واله وژل شوي دي. د پيښور د پوليسو چارواکي وايي چی وسله والو دغه بريد هغه مهال وکړ کله چي دغه پوليس واله د ګزمې په حال کی وو.

چارواکي وايي په دې بريد کی دوه پوليس ژوبل شوي هم دي.

دا دواړه بريدونه تر هغه وروسته شوي چې تحريک طالبان پاکستان له حکومت سره د اوربند يا ډزبندۍ د غځولو څخه انکار وکړی. د دې دواړو بريدونو پړه هيڅ يوې وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخيستې.
XS
SM
MD
LG