د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګربزو او تڼیو تر منځ د سړک د جوړولو کار پیل شو


د یکشنبې پر ورځ د خوست ولایت د ګربزو او تڼیو ولسوالیو تر منځ د غځیدلي سړک د جوړولو کار پیل شو. د خوست د چارواکیو په وینا یاد سړک نږدې پنځه کلیومتره اوږدوالۍ لري.

د یکشنبې په ورځ د خوست ولایت د ګربزو او تڼیو ولسوالیو تر منځ د غځیدلي سړک د جوړولو کار پیل شو، د خوست د چارواکیو په وینا یاد سړک نږدې پنځه کلیومتره اوږدوالۍ لري، چې د کلیو پراختیا وزارت په مالي لګښت به يې چارې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.


د ګربزو او تڼیو ولسوالیو تر منځ غځیدلی سړک نه یوازې یادې ولسوالۍ په خپلو کې سره نښلوي او ځايي اوسیدونکو ته په تګ او رتګ کې اسانتیا رامنځته کوي، بلکې دا د خوست د حلقوي یا راچاپیره سړک یوه برخه هم حسابیږي، چې په بشپړیدو سره به يې په خوست ښار د غلام خان بندر نه د تلونکو او رالوتکو بارلرونکو موټرونو ګڼه ګوڼه هم کمه شي.

په دې سړک به موټرونه پرته له دې چې خوست ښار ته راشي، مستقیماً به نادرشاه کوټ ولسوالۍ ته ځي او هلته به د ګمرک وروسته کابل او نورو مطلوبو سیمو ته مالونه لیږدوي.

خوست والي عبدالجبار نعیمي د سړک د کار د پیل په مراسمو کې مشال راډیو ته وویل، چې د دواړو ولسوالیو خلکو د کالونو راپدېخوا د یاد سړک د جوړولو غوښتنه درلوده، چې دا دی د جوړولو کار يې عملاً پیل شو، ده وویل، په ابتدايي مرحله کې دا سړک خامه جوړیږي، چې نږدې ۱۱میلیونه افغانۍ به ورباندې لګښت راشي:

((موږ د تڼیو د ولسوالۍ او د ګربزو د ولسوالۍ په منځ کې، چې څلور عشاریه اته کیلومتره اوږدوالۍ لري، نن مو د کار شروع وکړله، دا پروژه د کلیو د پراختیا وزارت له خوا تمویلیږي، په دې باندې لس میلیونه اوه لکه شاوخوا لګښت راځي، د دې سړک د کار په تکمیلیدو سره به انشاالله د دواړو ولسوالیو په منځ کې به د تګ او راتګ هغه اسانتیا زیاته شي، ځکه چې په دې کې کوچني پلونه او پلچکونه هم شته، دا هغه سیمه وه، چې اوسیدونکو یې دکالونو، کالونو راپدېخوا د سړک د جوړولو غوښتنه درلوده، چې نن مو د دې سړک پر جوړولو عملي کار پیل کړ.))

د ګربزو د ولسوالۍ یو تن قومي مشر حاجي ګل احمد خان د سړک د جوړولو د کار د پیل په مراسمو کې ګډونوالو ته په خبرو کې وویل، چې تڼيو او ګربزو د دواړو قومونو خلک به د سړک په ټولو چاروکې حکومت سره هر ډول مرسته وکړي:

((موږ د تڼیو او ګربزو د قومونو او ولسوالیو خلک په هر قیمت باندې د حکومت هر ډول خدمت ته اماده یو، حکومت ته به بغیر د تنخواه څخه هم خدمت کوو او تیار یو، چې په ښه ډول دا کار وشي، ځکه دا په راتلونکې کې حلقوي یا راچاپیره سړک دی او تاسو يې په ارزښت پوهیږئ، چې څومره ارزښت لري.))

د تڼیو ولسوال جاوید جوشان وویل، هر کله چې په یوه سیمه کې امن وي او خلک يې د نظام سره نږدې او تنګاتنګې اړیکې ساتي، نو هلته ډول، ډول پراختیايي پروژې پلې کیږي:

((د خلکو او حکومت په ګډه همکارۍ هغه امنیت چې په تڼیو کې تامین دی، انشاالله و رحمن له امله يې په دې سیمه کې د بیارغونې کارونه کیږي، د پروژو کارونه کیږي، د اتفاق او اتحاد کارونه کیږي، نن الحمدالله د ورورۍ په فضاه کې دا د سړک د کار د پیل افتتاح چې کیږي، دا د امنیت پر مبناء کیږي، دا خلک په بیارغونه مین خلک دي، په اتفاق او اتحاد مین خلک دي او دا دولت ته نږدې خلک دي.))

د یادونې وړ ده، په وروستۍ یوه میاشت کې د خوست ملي پارک او کاروان سرای ته د غځیدلي سړک د جوړولو د دوو پروژو د کار د پیلیدو وروسته دا په خوست کې درېیمه مهمه ټولګټې پروژه ده، چې کارونه يې په عملي بڼه پیلیږي.
XS
SM
MD
LG