د لاسرسي ځای

تازه خبر

په یمن کې د بې پیلوټې الوتکې په برید کې ۲۵ وسله وال وژل شوي دي


د یمن قبایلي سرچیني وايي چې د هیواد په جنوب کې په يو امریکايي ډرون برید کې د القاعده لږ تر لږه پنځه ویشت مشکوکه غړي وژل شوي دي.

دا حمله د نولسم اپریل د هغه مشکوکه امریکايي ډرون برید ورسته شوې چې پکې په مرکزي یمن کې د لسو وسله والو د وژني خبر ورکړل شوي.

د يو بل خبر ترمخه پرون د القاعده وسله والو په يو بريد کې د الجزاير څورالس پوځيان وژلي او شل نور يې زخميان کړي دي.

دا بريد تر هغې دوه ورځې وروسته شوی چې ولسمشر عبدالعزيز بوتيفيکا د څلورم ځل لپاره ولسمشر وټاکل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG