د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهار لپاره د طالبانو نومول شوی والي وژل شوی دی



د هلمند ولایت چارواکي وايي د کندهار ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي په ګرمسیر ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
د هلمند والي محمدنعیم په لښکرګاه ښار کې نن یوه خبري کنفرانس ته وویل چې حاجي عبدالحمید مشهور په ډاکټر واسع په ګرمسیر ولسوالۍ کې د پولیسو په عملیاتو کې ووژل شو.
ښاغلي نعیم وویل وسله والو طالبانو د ډاکټرواسع مړی له پولې هاغاړه لیږداوو چې اته نور کسان هم ورسره ونیول شول او اوس تر تحقیقاتو لاندې دي.
ده زیاته کړه چې له نیول شویو سره یو موټر او درې میلې وسلې هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG