د لاسرسي ځای

اشرف غني د انتخاباتو پر کمېسیون د جانبدارۍ تور پورې کړی


د افغانستان د ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند ډاکتر اشرف غني احمدزی د هېواد د انتخاباتو پر خپلواک کمېسیون د جانبدارۍ تور پورې کړی دی.

د دوشنبې پر ورځ د خبري غونډې پر وخت اشرف غني دا و نه ویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د چا پلوي کوي خو ویې ویل چې کمېسیون د مالوماتو په شریکولو کې جانبداره چلند کوي.

ده د انتخاباتو کمېسیون پر هغې اصطلاح چې قسمي رایې یې پاکې وبللې، انتقاد وکړ.

غني وویل، د لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته چې کله شکونه او شکایتونه ختمېږي نو دا رایې پاکې بللای شي.

غني وویل، له هېڅ بل نوماند سره اېتلاف نه کوي او دا چې د دویم پړاو انتخاباتو ته چمتو دی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر احمد یوسف نورستاني د یکشنبې پر ورځ د دویم دور د قسمي نتیجو د اعلان پر مهال وویل چې دا د ټولو رایو شاوخوا ۵۰ فیصده پاکې رایې جوړېږي.

د دې نتیجو تر مخه د ولسمشرۍ نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله ۴۴،۴ فیصده او اشرف غني احمدزي ۳۳،۲ فیصده رایې تر لاسه کړې دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات د اپرېل پر پینځمه نېټه شوي ول.

د انتخاباتو کمېسیون وايي، په انتخاباتو کې له اووه میلیون څخه زیاتو کسانو رایې ورکړې دي.

شاوخوا ۱۲ میلیونه افغانان په قانوني ډول د رایې ورکولو وړ ول.
XS
SM
MD
LG