د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر حامد میر د برید په غبرګون په پاکستان کې د خبریالانو مظاهرې


اسلام اباد - په پاکستان کې د خبریالانو ټولنې پر خبریال حامد میر د حملې پر ضد احتجاج ته دوام ورکړی دی.

د یکشنبې پر ورځ په کوټه کې د بلوچستان د خبریالانو اتحادیې او نیشنل ګوند غړو احتجاجي مظاهرې وکړې.

همدا راز، په پېښور، اسلام اباد او د کراچۍ په ګډون د پاکستان په نورو لویو ښاارونو کې هم خبریالانو مظاهرې کړې دي او ویې ویل چې د احتجاج په توګه به تر شپږو ورځو د دولتي او حکومتي غونډو خبرونه نه ورکوي، او پکې به ګډون هم نه کوي.

د پاکستان وزیراعظم میا نواز شریف اعلان کړی دی چې که هر کس پر خبریال حامد میر د حملې په اړه حکومت ته مالومات ورکړل نو ورته به یو کروړ روپۍ انعام ورکوي.

د پاکستان شخصي جیو ټیلي وېژن خبریال حامد میر د شنبې (خالي) پر مازیګر په کراچۍ کې هغه وخت د وسله والو د ډزو ښکار شو چې دی له هوايي ډګره خپل دفتر ته روان وو.

جیو ټیلي وېژن وايي، حامد میر درې ډزه لګېدلی دی او دا مهال د کراچۍ په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
XS
SM
MD
LG