د لاسرسي ځای

تازه خبر

" طالبان او پاکستانی حکومت سولې ته جدي نه دي "



ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه لیکي، د پاکستان حکومت د طالبانو سره د خبرو عمل په داسې حال کې پر مخ بوځي ، چې نه خو په دغه دوران کې ترهګرو بریدونه ودرولي، او نه هم طالبانو د ډزبندۍ نیټه غزولې ده.

ورځپاڼه لیکي، د طالبانو سره د سولې د خبرو عمل واضحه نه ښکاري. د خبرو په مېز ناستې دواړه غاړې دا وایې د سولې دغه عمل پر مخ روان دی، خو څه ښکاره پرمختګ په نظر نه راځي.

تحریک طالبان پاکستان د حکومت سره ډزبندي ونه غزوله، خو داسې یې ښکاره کړې وه، تر څو چې دوی د حکومت سره خبرې کوي، تر هغې به په ولسي ځایونو بریدونه نه کوي. او د مارچ په پای کې یې د ډز بندۍ د ختمولو اعلان وکړ، او دا یې هم وویل چې د خبرو دغه عمل به روان وي. د طالبانو لخوا دا هم وویل شو، که چیرې پر دوی څه حمله کیږي، نو ځواب به یې ورکوي.

ایکسپریس ټریبیون لیکي، که چیرې طالبان په ولسي ځایونو بریدونه نه کوي، او نه غواړي چې د داسې حملو پړه پر دوی راشي ، نو بیا ولې یې د ډز بندۍ نیټه ونه غزوله. او که چیرې حکومت په تحریک طالبان حملې نه کوي، او دوی سره په دومره لوړه کچه خبرې کوي، نو طالبان دا څوک یادوي چې دوی به یې پرخلاف کاروایي کوي. او له داسې ټولو خبرو مالومیږي چې دواړه غاړې د انتشار ښکار دي.

ورځپاڼه لیکي دې نه وړاندې حکومت ویلي وو، تر څو چې طالبان په ډزبندۍ ولاړ وي، د خبرو عمل به روان وي، او اوس چې کله طالبانو خپله د ډزبندۍ نیټه ختمه کړه، نو باید حکومت هم پر خپله خبره ودریږي، او خبرې ختمي کړي، خو دوی وویل چې دغه عمل به روان وي، او حکومت په ډاګه د طالبانو نه د ډزبندۍ د غزولو غوښتنه ونه وکړه.

ایکسپریس ټریبیون لیکي طالبانو د ډز بندۍ نیټه په دې وجه هم ونه غزوله چې د حکومت نه یې د خپلو ملګرو د خوشې کولو غوښتنه کړې، او وایې تر څو چې د دوی ټول ملګري امنیتي ادارو نه وي خوشې کړي، تر هغې پورې نشي کولی خپله دغه فیصله واپس واخلي. خو ورځپاڼه لیکې طالبان د خپلو هغو شلو کسانو په اړه څه نه وایي چې حکومت خوشې کړل، ولې په ځواب کې طالبانو تر اوسه یو هم هغه کس نه دی پریښودلی چې د دوی په ولقه کې دي، او حکومت یې د خوشې کولو غوښتنه کوي.

ایکسپریس ټریبیون لیکي، که چیرې طالبان د خبرو د عمل په اړه دا وایي حکومت او یا امنیتي ادارو د دوی او یا د دوی د نورو ملګرو وسلوالو ډلو خلاف په دغه دوران په وړه پیمانه عملیات کړي، نو باید طالبان هم دا خبره یاده وساتي چې د ډزبندۍ په دوران هم ترهګر بریدونه ندي ودریدلي.
XS
SM
MD
LG