د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هند کې د افغادنستان د حالاتو په اړه غونډه پېلیږي


ټاکل شوې ده چې په نوي ډیلې کې د افغانستان په اړه د ګل په ورځ یوه غونډه پیل شي.
هندي ورځپاڼه ډي اين اې او افغان ټايمز د هند د يو پوځي چارواکي له خولې خبر کوي چې په دې غونډه کې به د هند جګپوړي پوځي چارواکي هم برخه واخلي.


د کنفرانس هدف له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د ممکنه رامنځته کیدونکو ګواښونو د مخنوي د لارو چارو لټول یاد شوي دي.

دا غونډه به پنځه ورځې دوام وکړي او د هند د دفاع وزیر په وینا به پرانیستل شي.د هند پوځي چارواکي څرګندوي چې د دوی امنیتي او استخباراتي ادارې د افغانستان حالات له نژدې څاري.هند د یو شمیر افغان ځواکونو روزنه هم کوي.

د نوي ډیلي په غونډه کې به د سیمې پر امنیت هم خبرې وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG